دوشنبه, مې 13, 2024
Homeروغتیاروغ شوي کسان بیا په کورونا اخته کېږي؟

روغ شوي کسان بیا په کورونا اخته کېږي؟

راټولونکی: صدیق پېژاند

د دې معما د حل لپاره چې آیا له کورونا څخه روغ سوي ناروغان(recovered patients) بیا په دې مرض اخته کېږي(reinfection)، KCDC( د جنوبي کوریا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې په 163 ناروغانو کې، چي له کورونا وژونکې ناروغۍ څخه روغ سوي وه؛ په بیاځلي ټیست کې د کورونا وایرس وموندل.

په لنډ ډول پر علمي څېړنو او دلایلو ولاړې فرضیې:

۱ : یاد کسان چي د ناروغۍ له تېرېدو وروسته یې ټسټ بیا مثبت وي کېدای سي د وایرس پاتي شوني یې په وینه کي وي او ټسټ یې مثبت وښیي؛ ځکه کله چې ساینسپوهانو د یادو کسانو وینه د وایرس لپاره کښت کړې وه خو وایرس پکې نه وو موجود.

د معمول په څېر جنوبي کوریا هم د Covid19 د تشخیص لپاره له  RT-PCR  څخه استفاده کوي چي د وایرس د جنیتیکی موادو په مقابل کي ډېر حساس(sensitive)  دی نو کورونایي ناروغان له رغېدو وروسته هم کېدای سي د وایرس جنیتیکی ماده په وینه کي موجوده وي او د ټسټ د زیات حساسیت په خاطر مثبت وښودل سي.

دا فرضیه د چین د تنفسی ناروغیو یوه لوی ډاکتر هم تائید کړې چي په وینه کي د وایرس ذرې (fragments) پاته وي او ټست مثبت ښودل کېږي.

۲: کېدای سي د ټسټ تخنیک غلط وي یعنی false، positiveیا false negative  وي.

د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) وايي، هغه څوک چي مخکي په کورونا اخته سوی وي له بیا ځلي ناروغېدو (reinfection)  څخه مصؤن نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب