دوشنبه, مې 6, 2024
Home+په او پر | لیکوال: اجمل جنت

په او پر | لیکوال: اجمل جنت

ډېر ځله زۀ ګورم چې ډېر شمېر لیکوال او خبریالان د دې دواړو پۀ کارونه کې ښویېږي، (پۀ)، (پر)، (لۀ) او (د) سره ګډوي، چې ځینې وخت د جملې مانا ورسره پۀ بشپړه توګه اوړي.
پښتو ژبه بېلابېل سربلونه او اوستربلونه لري، چې هر سربل خپل اوستربل لري، ان داسې چې یو سربل څو اوستربلونه هم رانغاړي.
سربلونه هغه چې تر نوم دمخه راځي، لکه؛ پۀ، پر، له، تر او…
اوستربلونه بیا تر نوم وروسته راځي، لکه؛ کې، پورې، سره، پسې، څخه، ځنې او…
لکه:
پۀ کور کې یم!
دلته (پۀ) سربل، (کور) نوم، (کې) اوستربل او (یم) کړ/فعل دی.
خو زۀ دلته یوازې پر (پۀ) او (پر) سربل لنډ بحث کوم.
د (پۀ) سربل یوه دنده وسیله یا اله ده، هغه وخت چې (سره) وستربل ورسره راشي؛ خو (سره) وستربل غورځېدا شي، دا چې (سره) وستربل نه کاروو؛ نو لیکوال/خبریال ته بویه، چې د (پۀ) لۀ (پر) سره تفکیک وکړي.
مخکې مې وویل، چې د (پۀ) سربل یوه دنده وسیله ده؛ خو (پر) یو باندنی/پورتنی (استعلایي) سربل دی، چې دوه اوستربلونه (لاندې او سربېره) رانغاړي، داسې چې (باندې) غورځېدای هم شي، (پر) د انګلسي د (on) پښتو انډول دی.
(پۀ) څنګه وسیله ده؟
کۀ ووایم:
پۀ قلم لیکل کوم.
مطلب دا دی، چې پۀ پینسل، کړکي/کڼکي او… یې نۀ لیکم (توسط قلم می نویسم).
خو کۀ ووایم:
پر قلم لیکل کوم.
مطلب دا دی، چې د قلم اړوند او یا د قلم له پاسه یو څۀ کاږم (بالای قلم).
یا
پۀ تا لیکل کوم!
ددې مطلب دادی، چې لیکل به ته کوې/امر دی (ته ده لیکلو کړند/فاعل یې- توسط تو).
خو که ووایم:
پر تا لیکل کوم!
مطلب دادی، چې ستا پۀ اړه یو څه لیکم(بالای تو)، چې ته څنګه شخص یې؟
ښۀ، بد، لوستی، نالوستی او…
کۀ ووایم:
پۀ پښتو ژبه لیکل کوم!
یعنې د لیکلو ژبه مې پښتو ده(توسط/به زبان پشتو چیزا را می نویسم).
پر پښتو لیکل کوم!
دلته د لیکلو ژبه مطرح نه ده، چې انګلیسي، اردو، فارسي، پښتو او یا کومه بله یوه ده (بالای پښتو).
دلته مطلب د پښتو ژبې پۀ اړه غږېدل دي، چې پښتو څنګه ژبه ده؟ ښۀ، بده؟ د کومو ژبې لۀ کورنۍ څخه ده؟ او داسې نور…
کۀ زۀ ووایم:
 پۀ ملي اردو برید شوی!
ددې مطلب دا دی، چې برید ملي اردو کړی دی/د ملي اردو پۀ وسیله برید شوی دی(توسط اردو ملی تعرض شده است).
خو که ووایم:
پر ملي اردو برید شوی!
مطلب دادی، چې بل چا پر ملي اردو حمله یا برید کړی دی (بالای اردو ملی تعرض شده است).
بله بېلګه:
پۀ احمد ځانمرګی برید شوی (دا ځانمرګی احمد کړی دی یا احمد ځان پورې بم تړلی او برید یې کړی، احمد کړند/فاعل دی).
پر احمد ځانمرګی برید شوی (د ځانمرګي موخه احمد و، چې لۀ منځه یې وېسي، احمد کړی/مفعول دی).
څۀ کم دوه میاشتې مخکې یو شمېر خبریالانو   لیکلي و، چې ”په خوږیاڼو کې د ننګرهار په والي برید شوی“.
د پښتو ژبې پښویې ته پۀ کتو ددې مطلب دادی، چې والي صیب خپله ټانګ… او ټوپک ته لاس کړی او برید یې کړی دی(توسط/به والی ننګرهار تعرض شده است).
دلته باید (پر) راغلی وای؛ ځکه نورو پر والي صیب برید کړی و(بالای والی ننګرهار تعرض شده بود).
تېره ورځ هم ډېرو لیکلي وو، چې ”د خورشید تلویزیون په موټر برید شوی دی“.
د دې مانا دا ده، چې برید همدوی (خورشید تلویزیون) په خپله کړی دی، چې سمه بڼه یې داسې ده:
د خورشید تلوېزیون پر موټر برید شوی.
نن پۀ فیسبوک کې بوخت وم، چې د یو رسنوال (ژورنالېست) ملګري ځوړونه (پوسټ) مې مخې ته راغله، لیکلي یي و:
” څو شېبې وروسته د طالب بندیانو په خلاصون بحث لرو.“
لۀ دې غونډلې (جملې) ما دا مانا واخیسته، چې دا بحث د طالب بندیانو خلاصون (دوی به دا بحث مخته وړي/د طالب بندیانو خلاصون به پۀ سټډیو کې ناست وي او خبرې به کوي) کوي.
دلته تر (خلاصون) دمخه (پۀ) راغلی؛ نو ځکه یې مانا تغیر وکړ.
حال دا چې دا (د طالب بندیانو خلاصون) د بحث موضوع وه او پرې بحث د رسنوال او میلمنو لخوا کېدۀ، چې داسې باید وای:
څو شېبې وروسته د طالب بندیانو پر خلاصون بحث لرو.
دې ته ورته نورې ډېرې تېروتنې لۀ لیکوالو/رسنوالو کېږي، هیله ده ورته توجو وکړي.
بله دا چې د (پر) سربل یو اوستربل (سربېره) دی، چې زیات وخت پکې لیکوال تېروځي او د (پر) سربل پرځای (د) (لۀ، چې منشایي سربل دی) او یا (پۀ) لیکي.
(پۀ) سربل خپل اوستربلونه (کې، پسې، پورې او…) لري، چې لۀ هر اوستربل سره بېله مانا ښيي، (سربېره) د (پۀ)، (لۀ) او (د) اوستربل نه دی؛ بلکې یوازې د (پر) اوستربل دی.
همدا ډول د (د) مهمه دنده د اضافي غونډ/ترکیب جوړول دي، هغه وخت چې (مضعاف الیه) او (مضعاف) ورڅخه وروسته راشي، لکه:
د افغانستان خلک!
دلته د خلکو نسبت افغانستان ته د (د) پۀ مټ وشو (یعنې هغه خلک چې پۀ دې جغرافیه کې ژوند کوي)، افغانستان (مضعاف الیه) او خلک (مضعاف) دی.
نو (سربېره) د (د) سربل اوستربل هم نه دی؛ ځکه چې (د) ځانته خپل ډېر اوستربلونه (لپاره، غوندې او…) لري.
لاندې بېلګو ته ځیر شئ!
ناکره:
احمد پۀ هوښیارتیا سربېره ښکلی هم دی.
احمد د هوښیارتیا سربېره ښکلی هم دی.
کره:
احمد پر هوښیارتیا سربېره ښکلی هم دی.
ناکره:
پۀ روژه کې پۀ خوراک سربېره څښاک هم ناروا دی.
پۀ روژه کې د خوراک سربېره څښاک هم ناروا دی.
کره:
پۀ روژه کې پر خوراک سربېره څښاک هم ناروا  دی.
البته ځینې لیکوال (سربېره)، چې وستربل دی، مخکې راوړي او (پۀ)، چې سربل دی، وروسته کاروي یعنې پورته بېلګه داسې لیکي:
احمد سربېره پر هوښیارتیا ښکلی هم دی.
(لۀ) سربل هم خپل (سره، سره سره، څخه، وروسته، پرته، راهیسې او…) اوستربلونه لري، چې ځینې یې د (تر) اوستربلونه هم دي؛ خو (سربېره) د (تر) اوستربل نۀ دی.
البته (لۀ) سربل او (سره سره) اوستربل د (پۀ) سربل او (سربېره) اوستربل هممانیز کېدلای شي، خو چې یو د بل پر ځای ونه کارول شي، بېلګې:
کره:
پر ناروغتیا سربېره کار ته لاړم.
لۀ ناروغتیا سره سره کار ته لاړم.
ناکره:
پر ناروغتیا سره سره کار ته لاړم.
لۀ ناروغتیا سربېره کار ته لاړم.
ناکره بېلګې ناانډولي ده، چې باید ونه شي.
همدارنګه (پۀ) د (ضرب) او (پر) د (تقسیم) پۀ مانا هم کارېدلای شي، مثلا:
مطالعه مې یو پۀ دوه ډېره کړې ده، یعنې کۀ یو ساعت وه، دوه شوه.
مطالعه مې یو پر دوه کمه کړې ده، یعنې کۀ یو ساعت وه، نیم شوه.
نرخونه یو پۀ دوه لوړ شوي دي.
نرخونه یو پر دوه ښکته شوي دي.
پایله دا شوه، چې (پۀ) سربل (کې، سره، پسې، پورې او…) اوستربله لري، چې لۀ هر یو سره بېله بېله مانا څرګندوي، داسې چې (سره) اوستربل غورځېدای هم شي.
(پۀ) لۀ (کې) اوستربل سره ظرفیت جوړوي، چې یو هم نه شي غورځېدلای (البته پۀ ځینو ګړدودونو/لهجو کې ’پۀ‘ او یا ’کې‘ غورځېږي)، لکه:
کره:
پۀ کور کې یم.
ناکره:
پۀ کور یم.
کور کې یم.
(پۀ) لۀ (سره) اوستربل سره (وسیله/اله) ده، لکه:
پۀ کاشوغې سره وریجې خورم.
کۀ (سره) وغورځوو بیا به داسې لیکو:
پۀ کاشوغه وریجې خورم.
ځکه لۀ (سره) اوستربل سره اوښتونکی نوم اوړي/کاشوغه اوښتونکی نوم دی.
همدارنګه (سره) د (لۀ) سربل اوستربل هم دی، چې د ملګرتیا مانا لري، لکه:
لۀ تا سره تر کوره پورې ځم!
(پۀ) لۀ (پسې او پورې) اوستربلونه سره تړاو او پیوستون ښيي، لکه:
پۀ زړۀ پورې، پۀ تا پورې، پۀ تا پسې، پۀ ما پسې او…
(پر) باندنی سربل دی، چې دوه اوستربله (باندې او سربېره) ورسره کارېدای شي؛ خو د (باندې) اوستربل د غورځېدو جواز شته.
(سربېره) اوستربل ته (پۀ)، (لۀ) او (د) سربل کارول ناسم انډول دی.
پۀ دې هیله چې لیکوال پۀ لیکنو کې او خبریالان پۀ راپورونه کې دې باریکیو ته غور وکړي، تر څو مانیزه تېروتنه رامنځته نۀ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب