لیکنه: مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړه: زبیر افغان
یادونه: د مبارکپوري له مشهور کتاب الرحیق المختوم څخه د نبوي میرمنو د بحث لنډیز.
كه د رسول الله ﷺ ژوند ته په دقت وكتل شي، نو دا به جوته شي چې له دې دومره ودونو د رسول اللهﷺ هدف د جنسي غريزې اشباع كول نه و؛ ځكه رسول الله ﷺ د ځوانۍ لومړني تقريبا ديرش كاله له يوې څلويښت كلنې سپين سرې ته ورته ښځې – خديجه او بيا سوده رضي الله عنهما- سره تير كړيدي.
د ځوانې عمر يې له همدې زړو ميرمنو سره تير شويدى، نو آيا دا معقوله ده چې تر ځوانۍ وروسته د پخوالي په عمر كې دې د رسول اللهﷺ جنسي قوت دومره زيات شوی وي چې يو په بل پسې دې ګڼې میرمنې په نکاح کړي؟ كه واقعيت ته وكتل شي او د رسول اللهﷺ د ژوند مراحل تر نظر تير شي، نو دا په ډاګه کېږي چې رسول اللهﷺ له خپل هر واده د عامو ودونو موخې ته په کتو نور ستر اهداف او موخې در لودې چې له همدې لارې يې لاسته راوړې.
د رسول اللهﷺ هغه څلورو ياران چې د الله او اسلام په لار كې يې ډير مشكلات ګاللي او په آزموينه كې بريالي وتلي وو ده د خپلې ډېرې توجو او لورینې مستحق ګڼل او له هغوى سره يې خپلې اړيكې ډيرې ټينګې ساتلې، د همدې اړيكو د زيات ټينګښت لپاره يې له عائشې او حفصې رضي الله عنهما سره واده وكړ، رقيه او ورپسې ام كلثوم يې عثمان، او فاطمه يې علي رضي الله عنهم ته په نكاح وركړې.
هغه وخت عربانو خپلوي او دوستي ته په ډېره درنه سترګه کتل، خپلوانو ته يې زيات احترام درلود، په دوستۍ سره د قبايلو تر مينځ اړيكې ټینګیدلې، دښمنۍ او جګړې په ختمیدې؛ له خپلوانو سره دښمني او جګړه د شرم او بې ننګۍ خبره بلل كيدله.
له همدې امله رسول الله ﷺ وغوښتل د خپلوۍ او ودونو له لارې له اسلام سره د قبایلو د دښمنۍ دایره کنډو کړي او په دې توګه له اسلام سره د هغوی کینه و کرکه کمه کړي. ام سلمه رض د خالد او ابو جهل له کورنۍ بني مخزوم څخه وه، له ام سلمې رض سره تر واده وروسته خالد رض د رسول اللهﷺ پر خلاف د احد د غزا په شان سخته دښمني او كلك دريځ نه درلود، بلكې لیږ وخت وروسته په خپله خوښه مسلمان شو. همدا راز ابو سفيان تر هغه وروسته چې رسول اللهﷺ يې له لور ام حبيبې سره نكاح وكړه د مسلمانانو پر خلاف جګړه ونكړه. له جويريې او صفيې سره تر واده وروسته د يهودیانو دوو قبيلو بني مصطلق او بني نضير هم بیا داسې کوم عمل نه دی کړی چې د هغوی پر دښمنۍ دلالت وکړي، بلكې جويريه د خپل قوم لپاره تر ټولو زياته بركتي ښځه وه چې له دې سره تر واده وروسته اصحابو رضي الله عنهم د رسول اللهﷺ خپلوۍ ته د درناوي په پار د هغې د قوم سل كورنۍ آزادې كړې او ټولو به ويل: دوى د رسول اللهﷺ خسرخیل دي بايد آزاد شي، په دې کې شک نه شته چې د هغوی پر زړونو دې نیکۍ او احسان ښه اغېز وکړ.
د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د دښمنۍ د كمولو او له مختلفو قبايلو سره د دوستۍ له مزي غزولو پرته رسول اللهﷺ له خپلو ودونو یو بل ستر هدف دا درلود چې د ده میرمنې د دین معلمانې شي او خلک دین ته راوبولي؛ ځكه هغه په دې مكلف وو چې له تمدن، کلتور، ثقافت او د ټولنې له رغولو څخه دا ليرې او پردى قوم داسې وروزي څو د ژوند په ټولو آدابو او اخلاقو سمبال شي.
هغه نوې ټولنه جوړوله او د ټولنې حاكمو اصولو دا اجازه نه وركوله چې نارينه او ښځينه دې سره ګډ وي، همدې اصولو ته په پام شونې نه وه چې ښځې دې له نارینه وو سره یوځای وروزل شي؛ که څه هم د ټولنې د يوې مهمې برخې په توګه د ښځو پوهاوی، روزنه او تربیه تر نارينه وو ډېره اړینه وه، همدې موخې ته د رسیدو لپاره رسول اللهﷺ اړ شو چې د ښځینه وو د روزنې او ښوونې لپاره د مختلفو عمرونو و بیلابیلو وړتیاؤ لرونکې میرمنې په نکاح كړي، هغوى ته اسلام او اسلامي اخلاق ور وښيي، د دين احكام ور زده كړي او داسې معلمانې شي چې په برياليتوب سره ښاري او بیاباني میرمنې تربیه کړي، هغوى ته د اسلام پيغام ورسوي، زړو او ځوانو ښځو ته اسلامي اداب او اخلاق په عملي توګه ور وښيي او د ښځو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د رسول اللهﷺ قدرمنو ميرمنو د اسلامي مبلغانو رول ادا كړ، هغوى په ډيره ښه توګه د رسول اللهﷺ كورني او د ژوند نور حالات ښځو ته ورسول، دوى په ټولو چارو كې له رسول اللهﷺ څخه زدكړه كوله او بيا به يې نورو ښځو ته زده شیان رسول. په دې دنده کې هغه نبوي میرمنې زیاتې بریالۍ وې چې ډير عمر يې ژوند وکړ لكه عائشه رضي الله عنها، نوموړې د رسول اللهﷺ ډېر قولي حدیث او عملي سنت نورو ته رسولي دي.
د رسول اللهﷺ يوه واده د جاهلي عربي ټولنې زوړ رواج او دود مات کړ، په عربانو كې زوی نيول (متبنا) رواج درلود. دې زوی به د اصلي او نسبي زوى په شان ټول حقوق درلودل او په هر څه كې به د نسبي زوى په شان معامله ورسره كيده. دا رواج دومره عام شوى وو چې په اسانه او ساده توګه يې له منځه وړل مشکل و، دا هم جوته ده چې دې رواج د طلاق، نكاح، ميراث او نورو معاملاتو په برخه كې له اسلامي احكامو سره تعارض درلود، له دې عام کلتور سره جوخت نور هم ډير داسې مفاسد او فتنې وې چې اسلام د هغو له منځه وړل غوښتل. الهي پریکړه داسې وه چې همدا جاهلي او باطل دود به رسول اللهﷺ په خپل عمل مات او بې ارزښته کوي. د ده د ترور لور زينب رضي الله عنها د زيد رض ښځه وه، زيد د رسول اللهﷺ متبنا زوی بلل کیده. هغه چې له زينب سره واده وكړ، تر واده وروسته د دواړو تر منځ د ګډ ژوند شرايط نه وو برابر، اختلاف يې سره درلود، نو زيد يې د طلاق اراده وکړه او په دې اړه يې له رسول الله سره خبرې وکړې؛ رسول اللهﷺ یا حالاتو او شرایطو ته په کتو یا هم له الهي وحې ورته معلومه شوې وه چې که زید هغه طلاقه کړي نو تر عدې وروسته به له هغې سره د نکاح امر ده ته کېږي. په داسې حال کې چې هغه شرایط ډېر سخت او مشرکان د رسول اللهﷺ او مسلمانانو خلاف وسله په لاس ولاړ وو؛ رسول الله ﷺ د مشركانو، يهودیانو او منافقانو له تبليغاتو څخه ويريده، او دا تشويش يې درلود چې هسې نه دښمنان له دې کاره هم دده پر خلاف د يوې تبليغاتي وسيلې په توګه كار واخلي او د کمزورو مسلمانانو رواني وضعیت وځپي. زید رض چې رسول اللهﷺ له خپلې ارادې خبر کړ، ده امر ورته وکړه چې هغه دې د میرمنې په توګه وساتي او طلاق دې نه ور کوي؛ ځکه ده نه غوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د خپل ځان خلاف د رواني جنګ یوه بله بانه دښمنانانو ته په لاس ور کړي.
خو بل پلو د اللهﷻ دغه زړه نازړه توب او ډار ورڅخه خوښ نه شو ان چې په دې الفاظو يې ترټنه ور کړه: {وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَنْ تَخْشَاهُ} [الأحزاب: 37]
ژباړه: کله چې تا هغه کس ته وویل چې الله او تا لورینه پر کړې ده، له الله وډار شه او میرمن دې درسره وساته، تا له خپل ځان سره هغه څه پټول چې الله يې ښکارونکی و او ته له خلکو ویریدې په داسې حال کې چې الله د دې وړ دی چې ته ترې وډار شي.
بالاخره زيد هغه طلاقه كړه او تر عدې وروسته رسول اللهﷺ هغه مهال نکاح ورسره وکړه چې مسلمانانو بني قریظه کلابند کړي وو، دا نکاح د الله له لوري پر واجب شوې وه، ده ته يې د واک او بل انتخاب هيڅ مجال نه وو ور کړی ان الله تعالی په خپله د دې چارې سرپرستي وکړه، الهي وینا ده: {فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِنْهَا وَطَراً زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَؤا مِنْهُنَّ وَطَراً وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولاً} [الاحزاب: 37]
ژباړه: کله چې زید له هغې خپله اړتیا پوره کړه، موږ تاته هغه په نکاح در کړه، څو پر مومنانو د خپلو متبنا زامنو د میرمنو په اړه سختي را نه شي چې دوی خپله اړتیا ځنې پوره کړي او د الله امر نافذیدونکی دی.
الله تعالی چې د متبنا زوی رواج قولا رد کړ، نو د ښه تاکید لپاره يې عملا هم ماتول غوښتل: {ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ} [الأحزاب: 5]
دوی د خپلو پلرونو زامن وګڼئ دا د الله په نزد ډېر غوره کار دی.
{مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ} [الأحزاب: 40]
او محمد ستاسو په نارینه وو کې هیچا پلار نه دی، خو د الله رسول او د نبیانو وروستی دی.
ډير عادتونه او رواجونه داسې وي چې په تشه خبره او قول نه پريښودل كيږي، بلكې د هغه له منځه وړل له قول سره عملي مثال ته هم ضرورت لري. همدې ته ورته يوه پيښه د حديبيې په عمره كې هم وشوه هغه مسلمانان او اصحاب چې د رسول اللهﷺ د پزې اوبه يې هم ځمکې ته ایله کولې بلكې د عروه بن مسعود ثقفي د سترګو لیدلو حالات په ګوته کوي چې همدا اوبه يې په بدن مښلې، د رسول اللهﷺ د اودس پر اوبو اخیستلو به يې سیالي سره کوله، دوی له رسول اللهﷺ سره پر مرګ او له جنګه پر نه تيښته تر ونه لاندې بیعت وکړ،د دوی ترمنځ د ابوبکر او عمر په شان اصحاب وو، همدغو اصحابو رضي الله عنهم ته چې تر تړون وروسته امر وشو ولاړ شئ د خپلې قربانۍ څاروي حلال كړئ، خوتر دې وینا وروسته یو هم د عمل لپاره راوړاندې نه شو، رسول الله ﷺ د دې په ليدو سره غمجن او خپه كيږي، اما كله چې ام سلمې رض مشوره وركړه چې لومړى خپله قرباني ذبح كړي، له هيچا سره دې خبره نه كوي، رسول للهﷺ همدا کار وکړ. ټول اصحاب پاڅيدل د رسول اللهﷺ پيروي يې وکړه. دا مثال موږ ته د قولي او عملي حدیث د توپير ترڅنګ دا هم راښيي چې عملي حدیث د پخو او عمومي رواجونو په له منځه وړلو کې څومره اغېزناک دی.
له زينب بنت جحش رضي الله عنها سره د رسول اللهﷺ تر نكاح وروسته منافقانو ډير زهرجن تبليغات وكړل، ډيرې نیوکې يې وکړې، تردې حده چې ځينې كمزوري مسلمانان ترې متاثر هم شول، بل خوا له زينبې سره واده د رسول اللهﷺ پنځم واده كيده او مسلمانانو ته تر څلورو د زياتو ودونو اجازه نه وه؛ نو دلته دوې ستونزې پېښې شوې: لومړۍ دا چې دا د رسول اللهﷺ پنځم واده شو، بله دا چې زيد د رسول اللهﷺ متبنا زوی و، د جاهلي رواج له مخې د هغه له طلاقې شوې ښځې سره واده ورته جواز نه درلود. د دې ستونزو د حل لپاره الله تعالى د احزاب سورت څو آيتونه نازل كړل چې دا موضوع يې ښه وڅيړله او مسلمانانو ته يې وښودله متبنا زوی په اسلام كې اصل نلري، بله دا چې الله تعالى خپل رسول ته د ودونو په هكله داسې امتياز وركړيدى چې بل چا ته يې نه دی ور کړی، رسول اللهﷺ لوړو او سپيڅلو موخو ته د رسیدو لپاره تر څلور زیات ودونه کولای شي.
رسول الله ﷺ له امهات المؤمنين رضي الله عنهن سره ډير د شرف، عزت اطمينان، احسان او نيكۍ ژوند وكړ؛ خو بل خوا دوی هم د شرف، قناعت، صبر، تواضع، خدمت او حق پيژندنې نمونې وې، كه څه هم رسول اللهﷺ ډير د محروميت ژوند تيراوه. انس رضي الله عنه وايي: فكر نه كوم چې رسول اللهﷺ به تر وفاته نرمه ډوډۍ خوړلې وي او يا دې په خپلو سترګوكباب شوى پسه ليدلى وي. عائشه رض وايي: ډير ځله داسې كيدله چې دوې، دوې مياشتې به مسلسل او د دريمې مياشتې تر رادبره كيدو پورې به د رسول اللهﷺ په كور كې اور نه بليده. عروه ورته وويل: ژوند مو په څه تيراوه؟ عائشه وفرمايل: په اوبو او خورما. په دې اړه د روایاتو ذخیره کې ډېر نور احادیث هم شته.
له دې اقتصادي مشكلاتو سره د رسول الله ﷺ ميرمنو هيڅ نیوکه نه درلود، قانع وې، يوازې يو ځل يې له خپل ژوند او سخت حالت څخه شكايت وكړ، خو په دې كې هم لوى حكمت نغښتلی و، په دې اړه نوي احکام په دې ایاتونو کې بیان شول:
{ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا (28) وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا} [الأحزاب: 28، 29]
ژباړه: اې نبي! میرمنو ته دې ووایه که دنیاوي ژوند او ښکلا يې غواړئ نو راشئ تر یو څه فایدې وروسته به مو په ښه توګه ازادې کړم او که تاسو الله، د الله رسول او د اخرت کور غواړئ، نو بېشکه الله ستاسو نیکي کوونکو ته ستر اجر چمتو کړی دی.
د دوی شرافت او غوراوی له دې څرګندېږي چې ټولو يې الله او رسول غوره کړل يوې هم د دنیا لورته تمایل ونه کړ.
له دې سره چې د بنو په لحاظ د هغوی شمېر زیات هم وو، خو بیا يې هم ترمنځ د یادولو وړ کرکه او کینه نه ده پېښه شوې، بشري کمزورۍ ته په کتو يې لیږ ستونزې ځینو رامنځته کړې دي او تر هغه وروسته چې الله پرې ترټنه ور کړې بل ځل يې هغه خطا نه ده تکرار کړې، په سورت تحریم کې الله همدې ته اشاره کړي ده: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ} [التحريم: 1] الی تمام الایة الخامسه.
اې نبي! ولې هغه څه ځان ته حراموې چې الله درته روا کړي؟ د پنځم ایت تر اخره.
په پاى كې وايم چې د ميرمنو د تعدد په هكله بحث ته ضرورت نه شته ځكه ددې مسئلې يعنې د ښځو د تعدد زيات مخالفين هغه كسان دي چې د غربي تمدن نمايندګي كوي، خو كه د اروپا او غربي نړۍ ژوند ته وګورو د هغوى مشكلات او ستونزې تر نظر تيرې كړو، هلته كيدونكي هغه جرايم او جنايات وګورو چې ورباندې راغلي، هغه بدبختۍ او مصيبتونه وشميرو چې له همدې اصل (تعدد) څخه د انحراف او انكار له امله دوی ورسره مخ دي، نو بيا ددې ضرورت نه پاتى كيږي چې ددې نظر د ابطال په هكله نور استدلال وشي، د اروپايانو او ټولو غربيانو عملي ژوند ددې لپاره ښه دليل دى چې تعدد مشكل او نقص نه بلكې ضرورت او حل دى.