یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهحزب اسلامي لومړۍ درجه درې زره بندیان مو لا هم له زندانه...

حزب اسلامي لومړۍ درجه درې زره بندیان مو لا هم له زندانه نه دي خلاص شوي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه:  وروسته له هغه چې حکومت د پلچرخي او بګرام له زندانونو څخه د حزب اسلامي د ۱۶۴ تنه زندانیانو د خلاصون خبر ورکړ، اوس د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند  وايي، د بندیانو د خلاصون له پروسې خوښ نه دي.

د یاد ګوند د بندیانو د خلاصون کمېسیون مسئول عتیق الله ساپی تاند ته وایي، د حکومت او حکمتیار تر منځ د سولې له توافق درې کاله تېرېږي، مګر تر دې دمه د حزب اسلامي یوازې شپږ سوه بندیان خلاص شوي او درې زره نور لا هم په بګرام او پلچرخي زندانونو کې بند پاتې دي.
د ساپي په خبره: ((زموږ زندانیان لا هم په باګرام، ګوانتنامو او پلچرخي کې پاتې دي، او که ووایم لومړۍ درجه بندیان مو لا هم په زندانونو کې دي.))

حزب اسلامي داسې مهال د خپلو بندیانو د خلاصون له پروسې نارضایتي ښکاره کوي، چې حکومت په ۱۳۹۵ کال کې ددې ګوند له مشر حکمتیار سره د سولې توافقنامې د لاسلیک په مهال ژمنه کړې وه، چې حزب اسلامي ته منسوب ټول زندانیان به  خلاصوي.

د حکومت او حکمتیار تر منځ د توافق د لاسلیک په لومړیو کې حزب اسلامي پورې تړلي یو شمېر بندیان خلاص شول، مګر وروسته دا پروسه په ټپه ودرېده، خو دوې ورځې وړاندې د طالب زندانیانو د خلاصون په دوام کې حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ بندیان هم خلاص کړل.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم حکمتیار کابل حکومت تورن کړی، چې له ده سره په کړو ژمنو يې وفاء نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب