شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملکزی: د ښیوې له ځانمرګي وروسته د حضرت علي کسانو خلک ویشتلي

ملکزی: د ښیوې له ځانمرګي وروسته د حضرت علي کسانو خلک ویشتلي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه:  د ننګرهار ښیوې ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو د قومندان شیخ اکرم جنازې په مراسمو شوي ځانمرګي برید کې د وژل شوو کسانو کورنۍ نیوکه کوي چې د پېښې  شل ورځې وشوې خو تراوسه یې څېړنې نه دي پیل شوي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی نور اغا ملکزی، چې په دغه پېښه کې یې یو زوی وژل شوی او درې نور زامن یې ټپیان شوي دي ادعا کوي چې له پېښې وروسته په ولسي جرګې کې د ننګرهار استازي حضرت علي د ساتونکو په ډزو کې ډېری کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

نوموړی تور پورې کوي چې د حضرت علي لخوا ګواښل کېږي ترڅو د پېښې د څېړلو له غوښتنې تېر شي: (( دې لپاره چې موضوع ورکه نه شي، مستقیماً مې ملي شورا ته عریضه کړې او د والي دفتر ته مې هم عریضه کړې ده.))

بلخوا په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي زوی دا ادعاوې ردوي او غواړي د پېښې څېړنې دې وشي.
د حضرت علي زوي او د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي په دې اړه ویلي، که چېرې دا ادعا ثابته شي، دوی حاضر دي محکمې ته ولاړ شي او د افغانستان خلکو ته ځواب ووایي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیانی وايي چې د دغه برید په اړه څېړنې دوام لري او پایلې به یې د شهیدانو له کورنیو او د افغانستان له خلکو سره شریکې شي.

د ننګرهار په دغه برید کې نږدې ۴۰ تنه قرباني او ۱۳۶ نور ژوبل شول.

3 COMMENTS

  1. نور اغا ملکزی صاحب تاسی داخلی شخصی اختلاف یو خوا ته پریږدی۰
    خضرتعلی او تاسی دواړه یو شی ۰د ورور ولی لاس ورکړی
    خپل اصلی دشمن وپیژنی او پر ضد یی د دولت په همکاری اقدام وکړی۰
    زمونږ یو دشمن دی چه د پاکستان په لار ښوونه مونږ وژنی۰
    زمونږ کامیابی په اتفاق کښی ده۰

    د یووالی په هیله رازمخمد کامه وال

  2. دولت دې حضرت علي ته داسې سزا ورکړي، چې په نوم زورواکی او ټوپک سالار بیا په ننګرهار کې ځان ونه ښایي.. د دوی وینه حسب او نسب ټول فاسد دی، دا هغه د ناولو ویاڼیو چینجي دي، چې د دوی نه ټولنې نقصان شته او نه ګټه .
    او په یادې فاجعې کې د دوی لخوا د غیر مسؤوله وسلوالو په بې ګناه هیبټ اخیستي وُلسي وګړو ماشې کښ کول او په عام محضر په دوی ډزې کول او دوی وژل یو ستر ناورین او ظلم دی، دا د وحشت سپي او ځناور باید خالي سلاح او د زندان تورو تمبو ته واچول شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب