دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهایران، افغانستان ته ۱۱ ټنه طبي توکي ورکړل

ایران، افغانستان ته ۱۱ ټنه طبي توکي ورکړل

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه:  د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې ایران افغانستان ته له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۱۱ ټنه طبي وسایل ورکړل.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان تېره ورځ د وینټیلاټورونو، ماسکونو، ضدعفوني موادو، د کورونا د تشخیصیه کیټونو او نورو صحي مرستو یوه محموله ورتسلیم کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل د دغو مرستو د تسلیمۍ پر مهال ویلي، دا د ستاینې وړ ده چې ایران اوس مهال پخپله هم د کورونا ویروس له کړکیچ سره لاس و ګریوان دی خو بیا یې هم د ګاونډیتوب د حق له مخې افغانستان ته ۱۱ ټنه طبي مرستې ورکړې

د دغو مرستو په اړه د ایران سفیر بهادر امینیان وویل د مرستې هدف د کورونا ویروس سره مبارزه او د هغو روغتیایی کارمندانو ژوند خوندي کول دي چې په روغتیایی مرکزونو کې د کوروناویرس پروړاندې د مبارزې په لومړي صف کې دي.

د ایران سفیر له افغانستان سره د ایران د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا به یې لومړۍ مرسته نه وي بلکې دا پروسه به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی چې کورونا مخ په خپریدو ده خو له دوی سره طبي امکانات په ډیره چټکتیا سره په کمیدو دي.

4 COMMENTS

  1. دا مرسته کيدی شي د وژل شوو افغانانو د مړو په هکله د غږ غلي کولو مخنيوي لپاره شوی وي. او هم ورسره د سنی نړۍ څخه د حضرت عمر بن عبدالغزيز د روضی د سپکاوي په پار د جيګيدونکی غږ د چپ کولو لپاره شوي وي. ايران يو هغه خبيث هيواد دی چه هميش یی د اسلام مقدساتو ته سپکاوی کړي. هلاک دی وي هر هغه څوک چه اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي.

  2. مونږ ته خپل حکیم صاحب دارو پکار دی نه د سوال مرستب چه هر وخت ورته ټيټي سترګی یو

  3. ایران که واقعآ د یاد مرض خپریدل په افغانستان کی نه غوښتل نو افغان مهاجر به یی په پی رحمی نه ویستل په داسی حال کی چې پوهیده یاد مهاجرو ویستلو سره افغانستان ته ویروس انتقالیږی

  4. مخکې له دې چې دا مرستې روغتونونو ته ورسول شي ، باید یوځل وکتل شي چې په هغو کې کورونا ویروس نه وي . ممکن ماسکونه مخکې استعمال شوي وي.
    په داسې حال کې چې ایرانیان خپله له دغه مهلک ویروس سره په مبارزه بوخت دي ، د ایران دولت له مرستونه باید مننه وکو. البته د بېګناه افغان کارګرو د وژلو موضوع پرخپل ځای باید تعقیب شي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکول یو لازمي کار دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب