دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنبیل: دا رښتیا ده چې پاکستان په طالبانو کې اختلاف اچولی او...

نبیل: دا رښتیا ده چې پاکستان په طالبانو کې اختلاف اچولی او ګڼ مشران یې ګوښه کړي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲ مه: د ملي امنیت پخواني رییس نبیل په تازه څرګندونو کې د طالبانو په اړه نوې خبرې کړي دي او د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو، کورونا او نویو ګمارنو راپورونه یې تایید کړي دي

هغه ویلي چې د طالبانو په ډله کې د اختلافاتو په پیداکولو او کمزوري کولو سره د پاکستان استخباراتي شبکه آی اېس آی د خپلو موخو لپاره کار کوي او په کې مخکې وران دي.

ښاغلي نبیل ویلي چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ او ګډوډۍ هم رامنځته شوي دي.

نبیل دا خبرې پر خپل رسمي ټویټر لیکلي دي: (( ملا يعقوب (د ملا عمر زوی) چې د طالبانو د تحريک مشري او اوسمهال يې د تحريک چارې هم په لاس کې اخيستي د تحريک نورو غړو سره د  نظر اختلاف لري، چې له کبله یې د طالبانو په مشرتابه کې د واک پر سر ناندرۍ او ګډوډئ رامنځ ته شوي، ډیرى مشران يې د COVID-19 په ناروغۍ اخته دي.))

نبیل په دوحه کې د طالب استازو د ګوښه کیدو خبر هم ورکړی او زیاتوي: ((په دوحه کې د سیاسي دفتر ځینې غړي ګوښه شوي او بیرته به ډير ژر پاکستان ته واستول شي، آې اېس آې هڅه کوي چې د ملا یعقوب په هڅولو سره د کوټې شورا د ځینو هغو مشرانو او غړو چې په افغانستان کې يې پخوا ژوند کړى او يو څه نا څه له افغانستان سره خواخوږي لري  رول کمزوری کړي.))

د ملي امنیت دې پخواني رییس دا هر څه د آی اېس آی پلان بللی چې په وینا یې غواړي پر طالبانو خپل حاکمیت ټینګ کړي: (( پدې توگه آی اېس آی غواړي چې د حقاني شبکې د ملاتړ او پراخولو سره د طالبانو پر تحريک خپل اغيز او كنترول  یو ځل بیا ټينګ  کړي، د باوري سرچینو په وینا به د طالبانو په سیاسي دفتر کې ژور بدلونونه راشي.))

باید وویل شي چې له تیرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې راپورونه خپریږي چې طالب مشر ملاهیبت الله او نور مهم غړي یې پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

په عین حال کې طالبانو دا اوازې رد کړي دي او ویلي یې دي چې هیڅ مشر یې پر کورونا نه دی اخته او دا یې یوازې اوازې بللي.

1 COMMENT

  1. همدارنګه نبیل مخکی هم دا ډول څرګندونی کړی چی پاکستان استخبارات کوښښ کوی چی افغانان تل په اور کی وسوځوی مګر چی الله تعالی په تقدیر کی یو انسان او یو هیواد ته لیکلی وی هغه به کیږی ځکه چی پاکستان دا ۴۰ کاله افغانان په اور وسیځل مګر تر اوسه الحمدالله خپل اصلی هدف ته ندی رسیدلی مګر ګلمرجان او ورته نورو سیاسی ډلی په واسطه دولتی نظام کی ګډوډی جوړی کړی دی

    امریکا ، ملګری ملتونه او امنیت شورا پر دی پوهیږی چی پدی ۴۰ کاله جنګ کی پاکستان د افغان ولس وینی تویی کړی دی مګر همدا امنیت شورا او نړیوالی محکمی خپل غوږونه ورباندی کاڼه اچولی ځکه افغان ولس ورته بشر نه ښکاریږی کچیری دا ډول کارونه چی پاکستان یی کوی موږ افغان دولت له پاکستان سره کړی وای نو زموږ د نظامی او استخباراتی اداری مشران به یی نړیوالی محکمی ته معرفی کړی ځکه چی پدی کی د امریکا او برتانیه تاوان وو او د افغان ولس ګټه وو مګر باید پوه شو چی امریکا او برتانیه هیڅکله د افغان دولت او افغان ولس واقعی متحدین او نظامی او اقتصادی ملګری ندی باید د دوی مکار سیاست باندی نور افغان ولس ځانونه پوه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب