Homeخبرونهد ماشوم ورځ: کورونا نږدې ۱۳ نیم میلیونه افغان ماشومان له ښوونځي...

د ماشوم ورځ: کورونا نږدې ۱۳ نیم میلیونه افغان ماشومان له ښوونځي محروم کړل

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه:  نن د جون میاشتې لومړۍ نېټه په نړۍ کې د ماشوم له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو د دې ورځې په مناسبت یونېسف یا ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق خبر ورکوي چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی .

په افغانستان کې د یونیسف مطبوعاتي مسؤل احمد جان نوزادي وایي چې د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه محروم وو، خو اوس ۹،۵ میلیونه نور ماشومان هم ښوونځیو ته له تګه لیرې پاتې دي.

د نوموړي په خبره اوس وخت کې ۶۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوار ځواکۍ سره مخ دي، چې په وخت درملنه ورته مهمه ده.

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، چې لاهم زرګونه ماشومان د کورنیو لپاره د سختو کارونو ترسره کولو، قاچاق، جنسي ځورونې او د تاوتریخوالي له داسې نورو ډولونو سره مخامخ دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، اوس‌مهال څه باندې دوه میلیونه ماشومان په افغانستان کې په کار بوخت دي چې له دې ډلې ۱،۲ میلیونه‌یې سخت یا شاقه کارونه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...