سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهمحکمې د سالم ایزدیار په جنازه د برید په تړاو د ۱۳...

محکمې د سالم ایزدیار په جنازه د برید په تړاو د ۱۳ لوړپوړو کسانو نیولو امر کړی

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه: سترې محکمې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزیدیار د زوی محمدسالم ایزیدیار پر جنازه د برید په تړاو د ۱۳ لوړپوړو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د نیولو حکم صادر کړی دی.

ویل کیږي په دغو کسانو کې د جنرال شریف یفتلي، جنرال مراد علي مراد، جنرال ګل نبي احمدزي، جنرال حسن شاه فروغ او جنرال صادق مرادي نومونه هم شامل دي.

سالم ایزیدیار د ۱۳۹۶ کال د جوزا میاشتې په ۱۲مه د یوه لاریون پر مهال هغه وخت د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو چې د زنبق څلور لارې له چاودنې وروسته یې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله د لرې کیدو غوښتنه کوله او پر ارګ د ټلوالې له پاریدلیو لاریونوالو سره ور روان و.

هغه مهال د حکومت لوړپوړو چارواکو د یادې قضیې د پلټنو غوښتنه وکړه چې ولسمشر اشرف غني هم د دې لپاره یو هیئت وټاکه.
وروسته د مشرانو جرګې مرستیال ګواښ وکړ او و یې ویل که عاملین یې و نه نیول شي خپله به یې انتقام واخلي.

د یادونې وړ ده چې د زنبق د چاودنې او د لاریون پر مهال د سالم ایزیدیار له وژنې وروسته د نوموړي په جنازه کې بیا چاودنې ۶ تنه و وژل او تر ۹۰ پورې کسان یې ټپیان کړل چې د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ګڼو لوړپوړيو چارواکو هم په جنازه کې حضور درلود.

1 COMMENT

  1. مطلب دا اوس کومه لوبه پیل شوه ؟
    یو څو میاشتې به اوس حکومت او د لوړپوړو چارواکو او ځورواکانو تر منځ د زور ازموینه پیل شي.
    تر څو د خلکو پام د سولې د هڅو او د کرونا سره د مبارزې نه بلې خوا ته وواوړي.
    د زنبق چاودنې څو کاله ووتل او اوس د دغه دوسیه را پرانیستل به څه اندیښنې را ولاړې کړي ؟!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب