جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد حصارک برید شاته وتمبید، د مهمو قومندانانو په ګډون ۲۵ طالبانو...

د حصارک برید شاته وتمبید، د مهمو قومندانانو په ګډون ۲۵ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په حصارک ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو برید په شا تمبولی او پر مهال یې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تاند ته وویل، چې وړمه شپه وسله والو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په امنیتي پوستو بریدونه کړي وو او ټوله ورځ جګړې دوام وکړ چې پر مهال یې درې محلي پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی و.

نوموړی وایي، چې له پېښې وروسته پرون حصارک ته تازه دمي افغان ځواکونه ورسیدل چې تر شپې ناوخته یې عملیاتو او د بریدونو پر مهال ۱۶ وسلوال طالبان وژلي او نهه نور ټپیان کړي دي.

خوګیاڼي زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه قومندانان په نامه د عباس او ادریس وژل شوي هم دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. حصارک دکابل اوجلال اباد شاهرګ ده ددى ولسوالى امنيت دکابل اوننګرهار امنيت دپاره خورا مهم ده بايد جدى توجه ورته وشي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب