یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېد وجدان، پیغرندې او تومتونه| ولي الله ملکزی

د وجدان، پیغرندې او تومتونه| ولي الله ملکزی

راجپال یادیو، د هندي سینما (بالیووډ) یو تکړه ټوکمار هنرمند دی چې په لویشتينک مشهور او په لسګونو فلمونو کې ښه ځلیدلی دی. پرون می په فیسبوک کې د نوموړي یو ویډیويي پیغام ولید چې ټول ټال وخت یې له درې دقیقو څخه زیات نه دی. له بلا شهرت او پیسو سره سره، زموږ د ځینو فیشني او خیرات خورو سیاستوالو په څیر نه ښکارېده. د نکټایي درک یې نه لګيده او آرایش یې هم نه و کړی. مازې یو نازکه شان بنین په غاړه د قرنطین په خونه کې یوازې ناست دی او د نمستې په ویلو سره خپلې خبرې داسی پیلوي:

(لکه د نورو په څیر، زه هم په دې سوچونو کې ډوب یم چې د اوو سمندرونو په منځ کې دا کومه ستره هستي چې آباده ده، د هغې ۷۱ سلنه اوبه دي. پاتې یې ځنګلونه،‌ دښتې او غرونه دي او فکر کوم چې له لسو څخه تر پنځلسو فیصدو پورې په پاتې مځکه کې موږ اوه نیم ملیارده انسانان ژوند کوو. له کومې ورځې چې زه پیدا یم،‌ همدا یوه خبره اورم چې دا سوپر پاور (زبرځواک) دی او هغه سوپر پاور دی. نن مې یقین راغی چې سوپر پاور صرف یو دی او زموږ د ژوند دا څرخه په پیسو نه تاویږي او واکمنان یې هم نه چلوي. بلکی اصلي اتلان یې دغه ډاکټران او نرسان دي چې له مرګ سره لوبې کوي، د ټرکونو دغه موټروانان دي چې خلکو ته خواړه راوړي او دغه جارو کشان دي چې لارې او کوڅې پاکوي. دا ژوند به هله نور رنګين او خوندور شي، کله چې وجدان له زنګ څخه پاک شي).

نه پوهیږم چې د مهاتما ګاندي دغه هیودا وال، ځان د رحمن بنده ګڼي او که د بګوان. خو زما یې د دې ساده مګر تیله دارې فلسفې له دوو ټکو سره غرض دی، وجدان او اتلان. راجپال په داسی ټولنې کې سترګې غړولي چې ژوند یې طبقاتي دی، کاست ورته ویل کیږي او خلک په پنځو درجو (کټه ګوریو) باندی ویشل شوي دي. خو موږ د یوې عقیدتمندې ټولنې په توګه، یو برابر رعیت یوو، د برترۍ معیار مو ډیره تقوی او ښه انسانیت دی. افغانان په دې وروستیو څلورو لسیزو کې د یو نوي جنګي کلتور او د نازونو له ذهنیت سره اشنا شوي دي، پردي خو پریږده، حتی له نورې اسلامي نړۍ سره چورلټ توپیر لري.

زموږ په هیواد کې، سبا بیګا، د جهاد، الحاد، فساد، مقاومت او غنیمت بحثونه دي. د دمونو، بمونو او تورتمونو شعارونه اوریدل کیږي. په سیاسي غونډو، محرابونو او منبرونو کې، د قصورونو او قبرونو ترانې زمزمه کیږي. د هرې ډلې مقتول شهید او جنتي دی او د مقابل لوري هر وژل شوی کس مردار او دوزخي دی. ژوندي بې قدره دي خو د مړو په ګومبزو د خیراتي پیسو ملیونونه ډالرې مصرفیږي. د هر شین بیرغ په ټنډه لیکل شوي (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا) مګر د عمل په ډګر کې د پیښوریانو په اصطلاح، خبره اپوټه او د غوښې او چړې ده. له اغیارو سره معاهدې امضاء او ښې سیاسي چنې ووهل شوې، مګر د عبادت او مغفرت په سپیڅلې میاشت کې د مسلمانو وطندارانو زښته پریمانه وینې توئ شوې.

د الحادي نظام وروستی مشر، ډاکټر نجیب الله د مکرویانو په یو کرایي کور کې اوسیده، ولې د جهادي نظام واړه واړه قومندان صاحبان په شیش محلونو کې ژوند کوي. په جرمونو تورن جګړه ماران سپین بازان شول، نور وپړسیدل او لا زیات و نازول شول. خو همدغه خلک د پرنګيانو څخه د خپلواکۍ د ګټونکي ملي اتل، اعلی حضرت امان الله خان په قهرمانۍ باندې شکمن دي. د دغه ځوان ټولواک د زیارت له څنګ څخه په منډه تیریږي، په قبر یې د فاتحې لوستل بدعت ګڼي او درناوی یې سیاسي مصیبت بولي.

د الجزائر ولس، فرانسوي استعمار (۱۸۳۰ – ۱۹۶۵م) ته ماتې ورکړه او په ګاونډۍ لیبیا کې د دغه صحرایي هیواد باتورو خلکو د عمر المختار په مشرۍ د ایټالیايي یرغل په وړاندی (۱۹۱۱ – ۱۹۵۲م) حماسې وزیږولې. په دغو دواړو هیوادونو کې په ملیونونو خلک شهیدان شول، هر غازي ته د ننګیالي په سترګه کتل کیږي، مګر د هیڅ چا په اوږو د مارشالۍ ستوري نه دي ټومبل شوي او نه چا ته ملي اتل ویل کیږي. یوازې (المختار) ته د شیخ الشهداء لقب ورکړل شوی او قبر یې ګومبزه نه لري.

له منځنیو پیړیو را واخله تر ننه، افغانستان یوازینی بدمرغه هیواد دی چې په څلویښتو کلونو کې، د دوه نړیوالو زبر ځواکونو او دوه سیمه ییزو پهلوانانو د اشتها ښکار شوی دی. په همدې څلورو لسیزو کې، افغانستان د څلورو ضد او نقیضو نظامونو د لابراتوار په توګه و کارول شو، مګر د هرې ازمیښتې پایلې منفي او د درمل په ځای د درد سبب شوې.

دیانت د خالق او مخلوق ترمنځ د اړیکې نوم، د معرفت ځانګړی ادرس او یوه فردي مسئله ده. خو د خلق او پرچم خونړي رژیم، جهادي او تنظیمي واکمنۍ، د امارت او خلافت اسلامي نظام او د غربي ډیموکراسۍ او جمهوریت دغه اوسني معجون، هر یو په نوبت هغه د خپلې ایډیالوژې په خم کې رنګ کړ. هر یوه جلا جلا هڅه وکړه چې هغه ته د خپلې هیندارې په ځلا کې انعکاس ورکړي. له بله پلوه، د معیشت ښه کول،‌ د ولس غږ ته غوږ نیول او د ټولنیز عدالت پلي کول د هر دولت او حکومت بنسټیزه دنده وي، خو دغه څلور واړه نظامونه د قدرت په ټیل ماټیل کې پاتې راغلل.

انتخابات چې په شریعیت کې مهم ځای لري او د ډیموکراسۍ او  ولسي ارادې تمثیل دی،‌ په غړیدلو سترګو مو ولیدل چې دغه ملي پروسه څرنګه اغوا شوه او په څومره مهارت د زورواکو او بلواکو د هوسونو په درشل کې نذرانه شوه؟ همدغه ډلې ټپلې د زرګونو افغانانو له قاتل سره د همدردۍ په بهانه د سفارتونو طوافونه کوي او په سیند کې د لسګونو وطنوالو په مرګ، بیا مرګوني سکوت اختیاروي.

ارواپوهان د وجدان تعریف داسی کوي: (وجدان یو پټ غږ او ژور احساس دی، چې هر عاقل انسان د هغه له لارې سم له ناسم څخه جلا کوي او د شر په ځای یی د خیر خوا ته بیایي) د څلورو لسیزو د ناترسې جګړې په لمبو کې ایره شوې ارواوې، د دې لا ځوابه پوښتنو د ځواب په تمه دي چې: آیا زموږ د برخلیک ټیکه دارنو کله هم له ځان سره دا محاسبه کړې چې دوی د وجدان له محکمې، پیغرندو او تومتونو څخه خوندي دي؟ آیا دوی رښتیا هم دا احساسوي چې واکمني باداري نه ده، بلکی یو مسئولیت دی؟ آیا دوئ دا مني چې د بل منل، د ولسونو د عروج زینه او تعصب او پردي پالنه، د زوال او بربادۍ پیلامه؟

وخت او تاریخ به راتلونکو نسلونو ته ستاسې د ملامت او سلامت خبرې را وسپړي او د پټو رازونو صندوقچې به مو حتما یوه ورځ ماتې کړي، خو بیا به ډیر ناوخته او اوبه له ورخه تیرې وي !؟


یوه هیله: د پښتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د قلم، ژبې او فکر له خاوندانو څخه هیله کوم چې خپله مورنۍ ژبه دټکنالوژۍ، سیالۍ او برابرۍ رجې ته سیخه کړي. استغناء ښه ده، مګر دا ژبه لا زیاتې غنا ته اړ ده،‌ ځکه موږ خالق تعالی ته د لمونځ نیت په پښتو تړو، بیا ورته د قرانکریم په ژبه زارۍ او عبادت کوو.  مننه

د همدې لیکوال نورې لیکنې

1 COMMENT

  1. سلام
    خیرات ټولونه ،دلست اعلانول ، له خیرات نه خبرات ور کول ، د متفرقه اسعارو یوخای کولو فرهنګ نه د ستاره افغان هنر جوړ شوی او هړڅوک یی رمزمه کوی د افطاری پروګرام کې مې مجیبک ولید چې فیشنی سیاستوالو سره به ګوده او ماته خبرې اترې لری او همدارنکه د ستاره افغان کوچولو نطاق مصطفی هم له هالیوود ، بالیوود او طلوع وود هنرمندان د یوتیوب له قاموس نه اوړی چې اوس د اشنا چاردیوالی هم راوتی. دلته دخیرات خورو پټ او ښکاره یولست دی چې په اشنا تی دی کې یو ساعته پروګرام لری او د افغانستان د رابورونو په واسطه په دوامداره توګه مرستی دخیرات به نوم راتولوی.همداکوم همدا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب