جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپه یوه کال کې د هېواد ۷۰۰ زره نفوس زیات شوی دی

په یوه کال کې د هېواد ۷۰۰ زره نفوس زیات شوی دی

تاند، دوشنبه، د جوزا ۱۲مه: د احصایې ملي ادارې نن دوشنبه د ۱۳۹۹ کال د شمیرو له مخې د هیواد نفوس ۳۲ میلیونه او ۹۰۰ زره  اعلان کړ.

د دغې ادارې مرستیال حسیب الله مؤحد تاند ته وویل، د نویو شمېرو له مخې د هیواد د ۳۲،۹ میلیونه وګړو څخه یې ۵۱ سلنه یعني ۱۶،۸ میلیونه نارینه او ۴۹ سلنه یعني ۱۶،۱ میلیونه وګړي ښځینه دي.

د نوموړي په وینا د هیواد ۷۱ سلنه وګړي چې ۲۳ میلیونه او ۴۰۰ زره تنه کیږي په کلیوالي سیمو کې اوسېږي: ((۲۴ سلنه وګړي مو چې اته میلیونه تنه کیږي په ښارونو کې اوسي او یو نیم میلیون وګړي کوچیان دي.

د ملي احصایې ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال د هیواد په کچه ۳۶۴ اصلي او ۲۴ موقتي ولسوالۍ او ۳۴ ولایتي مرکزونه دي

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د احصایې ادارې د هیواد نفوس ۳۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اعلان کړی و.
له دې جملې ۱۵ میلیونه او ۸۰۰ زره ښځینه او ۱۶ میلیونه ۴۰۰ زره تنه نارینه د هیواد وګړي تثبیت شوي وو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب