د انساني ناپوهي له امله تر اوسه انسان په دې ونه توانېد چې د بشر حقیقي دښمن کوم دی؟ خپله وړتیا چېرې مصرف کړي او د بشر سوکالي او خوشالي په څه کې ده؟ انسان د خپل اصل دښمن (طبیعت) پر ځای خیالي دښمن ځان ته پيدا کړی دی او خپل ټول توان د هغه خلاف لګوي.
د انسان طبقاتي ژوند دا معما را منځته کړې ده او له انسان څخه اصل هدف ورک شوی دی. په انسانانو کې ګڼې طبقې د دې سبب شوې دي چې ځینې انسانانو د نورو خلاف ودرېږي، یوه طبقه د بلې د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، یوه طبقه بله غلامان کړي، یوه طبقه بله د خپل ځان خادمان کړي او هر کار يې د دوی په خوښه شي.
د نارینه او ښځینه طبقې کشمکش هم ښه ډېره مخینه لري، د اسلام په پيل کې پر جاهلي عربو د اسلامي متونو دا نیوکه چې هغوی ښځو ته د ژوند حق نه ور کاوه، لوڼې يې وژلې، په دویمه درجه مخلوق يې ورته کتل، میراث يې نه ور کاوه، ښځې د نارینه په واک کې وې، هغوی خپل مکلیت بللې، نو چې څنګه يې خوښه وه، هغه ډول يې کار ځنې اخیستی.
په نړۍ کې د فیمینیزم را منځته کېدل هم د دې لپاره دي چې د دې دوو طبقو ترمنځ په روان کشمکش کې ښځې کوټل شوې دي، دوی د هغوی لپاره خپل حقوق غواړي، البته یو څه ووایم که ډېر ویل به ورسره مناسب وي، چې په افراطي توګه يې غوښتنه کوي.
زموږ ټولنه هم له دې حالت څخه بېله نه ده، موږ تر اوسه هم نرسالاره ټولنه لرو، د نر واک پکې چلېږي او په دې ویاړ کوو، دا راته اسلام معلومېږي، له ځان سره په افتخار دا خبره کوو چې تر افغانانو ښه مسلمانان نه شته، وګورئ ښځو ته يې څنګه حقونه ور کړي دي؟ په داسې حال کې چې زموږ په ټولنه کې ښځې حق نه لري، دویمه درجه مخلوق دی او یوازې د نارینه د خوښې کار کوي.
نارینه له ښځې د تعلیم حق اخیستی دی، ولې؟ ځکه نارینه فکر کوي چې که ښځه تعلیم وکړي، بد اخلاقه کېږي، نو باید وې نه کړي. دا فکر نه کوي، چې له ښځې سره په بد اخلاقي کې بل لوری څوک دی؟ ځواب واضح دی چې بل طرف نارینه دی، نو نارینه ولې تعلیم کوي؟
ښځه په تعلیم هوښیارېږي، باید هوښیاره نه شي، ځکه بیا له نارینه خپل حق غواړي، ځواب ورسره وايي او د هغه د خوښې لپاره ژوند نه کوي، بلکې د خپلې خوښې سره ژوند کوي؛ نو دا کار يې د نارینه طبقې په زیان دی، له دې امله يې پابندي پر لګولې ده.
د ښځې تعلیم کې شرعي پرده او حجاب نه مرعات کېږي، له دې امله هم باید ښځه تعلیم ونه کړي. له دې پردې داسې یو شی جوړ شوی دی لکه زموږ د ټولنې بلا، بلا څه شی ده؟ هیچا نه ده لیدلې، پرده هم عیني بلا ده. هر څوک په وېروي. ښځه که ډاکټر ته ځي، پرده کوي که نه؟ هو کوي يې، نو همدغه پرده دې دتعلیم په وخت کې هم وکړي؟ ښځه که زیارت ته ځي، د پير د دم و تاویز لپاره ځي، پرده لري که نه؟ هو لري يې، نو همدا پرده دې د تعلیم لپاره هم کافي وبلله شي؟ جالبه ده چې د نارینه خوښه وي، بیا يې راباسي او د خپلې خوښې پرده په کوي، خو که يې خوښه نه وه، بیا د شرعي پردې د نه رعایت له امله يې په کور کې له یوه انساني حق څخه محرومه ساتي او څوک د نیوکې حق هم نه لري.
ښځه د کار حق نه لري، زموږ په دیني تعبیر کې راغلي دي چې نارینه د ښځې سرپرست دی، نو ښځه څه حق لري چې کار وکړي؟ ښځه د نارینه ناموس ده، نو که دې ناموس ته په بده وکتل شول، بیا د نارینه غیرت پارېږي او وطنونه تبا کېږي، خو دی خپل د بل په ناموس پسې سترګې وړي؟! ښځه د نارینه ملکیت ده، دی پکې د خپلې خوښې تصرف کوي، که ښځه مال ولري، بیا د هغه ملکیت له ګواښ سره مخېږي، له دې امله باید کار ونه کړي، په کار کې ښځه له بل سړي سره ویني، خبرې ورسره کوي، جنس پر پلوري یا يې ځنې را نیسي، په دفتر کې به سره یوځای وي، دا شرعن حرام دي، نو له ښځې د کار حق ولاړ، دا ټولې بانې او پلمې له شرعي متن څخه دي که د کلتور له اړخه دي، یوازې د نرواکې ټولنې د ذهنیت زېږنده دي، په هغه ټولنه کې چې دواړه خپل- خپل حقوق لري، څوک دا پلمې نه مطرح کوي.
ښځه مسجد ته نه ځي چې د خدای عبادت وکړي، د جمعې خطبه نه اوري، د اختر لمانځه ته نه راوزي، په سفر کې پر لار له موټره نه کښته کېږي چې د نارینه په شان لمونځ وکړي؛ دا هر څه ولې؟ ځکه ښځه بیا نارینه ویني!!! یعنې نارینه ځان ته دا حق ور کړی دی، چې خدای ور کړی حق له ښځې اخلي، خدای پر فرض کړی لمونځ دی، نارینه يې د کولو جواز نه ور کوي، د خدای د دین زدکړه د ده خوښه ده، خطبې ته کېني، جومات ته ځي، له ملا پوښتنې کوي، خو ښځه د فرض لمانځه د اداینې لپاره جومات ته د تلو حق نه لري. د نارینه خوښېږي چې یو لمونځ يې په پنځه ویشت چنده ثواب بدل شي، خو له ښځې يې د ثواب دا وسیله اخیستې ده، دا هر څه یوازې د نرواکې ټولنې ځانګړتیاوې دي، یوه نرسالاره ټولنه ځان ته حق ور کوي چې د ښځو بشري، اخلاقي، قانوني او شرعي حقوق په ګڼو پلمو ځنې واخلي، که د قانون خبره شي، هم نر ځان د قانون وکیل کړي، د خپلې ګټې لپاره يې تفسیر کړي، که د اخلاقیاتو او بشري حقوقو شي، هم نارینه د بشر حقونو مدافع وي او اخلاقيات په هغه ډول معرفي کوي چې د نارینه ګټې پکې وي، که د الهي شریعت شي هم يې د تعبیر سر داسې ګوږ کړي چې یوازې د نارینه ګټې خوندي کړي، ښځې په هغه درجه کې وساتي چې د دوی د ټولنې غوښتنه وي.
موږ له خپلو غټو ادعاوو سره په جومات کې د ښځو د لمانځه ځای نه لرو، پر لار د ښځو تشناب نه لري، د اودس يې ځای يې نه شته، په هوټل کې د خوراک لپاره يې ځای ځان کړی دی، خو په جومات کې نه شته، پر لار نه شته، په بازار کې يې تشناب نه شته، د ټولنې هر څه د نارینه لپاره دي، ښځه پکې هغه وخت واک یا حصه لري چې نر يې وغواړي، که د نارینه خوښه نه وه، د ښځې تقدیر محرومیت دی.
۲۰۲۲/۴/۱۸
د زبیر خان د لیکنی په تائید:
یقیناً چی یوازی زموږ ټولنه پدې مرض اخته ده او نوری اسلامی ټولنی دا ډول جنسیتی ستونزی نلری او که ئې لری هم دومره حادّی او ځوروونکی نه دی البته ددې ستونزو ریښه د سلو وروستیو کلونو د کږو وږو او مزدورو حاکمیتونو د سیاستونو منطقی نتیجه ده او ددې حاکمیتونو شتون زموږ د سترو ګاونډو لویو قدرتونو ( انګریز – شوروی ) د سیاستونو او لوبو محصول دئ. د ظاهرشاه د مفلوک څلویښت کلن سلطنت په لمنه کی هیڅکله هڅه نه ده سوې چی د ښار او کلی تر منځ پراخه هر اړخیزه فاصله لنډه سی او دا فاصله ددې لامل سوېده چی نن ورځ زموږ مدنی فاصله د یوې ډیری معمولی ټولنی سره نوره هم پراخه سی او د نړۍ ټولنی نن ورځ موږ ته د حیرت او تأسف په سترګه وګوری.
خبره به د ښار د احتمالی کراهتونو او د صحرا د احتمالی فضیلتونو څخه په انکار کی نه وی خو په ډیر جرئت باید وویل سی چی صحرا فقط د کلتور د ودی مرکز دئ نه د مدنیت او حتی مذهبی روحئې مرکز.
په ښار کی به فقط په انفرادی توګه ځینی دینی ګناهونه تر سره کیږی خو صحرا او د صحرا وګړی په جمعی توګه په دینی – مدنی تاریکه کی لاس او پښې خوځوی.په صحرا کی د ښځی حقوق څه چی حتی د نرانو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندی دی.د صحرا مُلا او خان او فئوډال او مَلَک او بل هر بړوه نه د خدای او پیغمبر په قانون خبر دی او نه د مدنی ژوند په قوانینو خبر دی او خوشی شنه خره دی ، د صحرا یو لوی! مُلا د ښار د یو بیسواد دوکاندار او حتی کورناستی ښځی د دینی معلوماتو د سطحی او کچی سره نه دئ برابر. د بده مرغه انګریز نن ورځ همدا شنه خره پر ټول وولس مسلط کړی دی.
داچي پښتانه په افغانستان کي اکثريت قوم جوړوي نو دد قوم د ناپوهي لپاره انګريزانو سيدان، خوجګان، پيران مجددي دا خدای ته نږدي له ملايانوسره د پښتون مسلمان اولس د بدبختي او له علم او معرفت نه لري ساتلو ته د پيسو له لاري منزم کړل او په کار يي واچول. انګريزانو دا کار ځکه وکړ چي پښنتو مقاوت کاوه. که د افغانستان جغرافيي ته ځير شو د انګريز له وخته را پدي خوا يواځي په پښتنو ميشتو برخو کي مدرسي جوړيشوي دي ليکن د تاجکو، اوزبکو او هزاروو وروڼو په استوګن ځايو نو کي هيڅ مدرسي نشته. دا تس په نامه مجاهدين غله چي قدرت ته وريسدل مجددي خاین د غزني د اندړو په اولسوالي کي اولنی مدرسه جوړه کړه.
سړی ويلاي شي چي په پښتنو زيستو برخو کي داسل کاله قدرت د ملا، حضرت خيلو، سيدانو او مجددي (انګريز) په لاس کي وواو اوس هم .
د خلاسون لاره اوس ډيره درنه ده