پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپر جبري حجاب له ټینګار سره، ط - البان وايي بندیزونه دې...

پر جبري حجاب له ټینګار سره، ط – البان وايي بندیزونه دې پرې نه لګول کېږي

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) ‏د‌ طالبانو د حکومت چارواکو د نړيوالو هغه غبرګونونه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼلې، چې پر ښځو یې د طالبانو د جبري حجاب په وضع کيدو څرګند کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد حنفي ويلي: د نړۍ هېوادونه صلاحيت نه لري، چې د افغان ښځو د حجاب په اړه پریکړه وکړي.

هغه دا هم نه دي ويلي، چې دوی ته دغه صلاحيت له کومه شوی؟

د‌ طالبانو د حکومت يوه وياند انعام الله سمنګاني بيا په مشخص ډول د جبري حجاب په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

امریکايي ویاند ویلي، چې که طالبان د جبري حجاب په ګډون د ښځو خلاف خپلې وروستۍ پریکړې بیرته وانخلي، دوی به د نورو هېوادونو په ملتيا ورباندې نور بندیزونه ولګوي.

د‌ طالبانو يوه وياند انعام الله سمنګاني بيا ويلي، چې امريکا په داسې څرګندونو د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

سمنګاني له امریکايي په ضمني ډول وغوښتل، چې بندیزونه ورباندې ونه لګوي.

نوموړي د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت له يادولو سره وويل، چې ‌شته بندیزونه هم بايد ترې واخيستل شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره امريکا متحده ايالاتو د‌ افغانستان بانک شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالره بانکي زېرمه کنګل کړې، له افغانستان سره په ډېرو برخو کې د نړیوالو مرستې یا دریدلي او يا حد اقل حالت ته راغلي، چې د خلکو پر ژوند یې بدې اغېزې کړي او د فقر او خدمتونو د نشتوالي له وجې د مړینو او خوار ځواکۍ سبب شوي دي.

له داسې وضعيت سره د طالبانو منتقدین وايي، چې د خپلو افراطي قيوداتو له دوام او پراختيا سره طالبان نور هم افغانستان د‌ انزوا، محروميت او تباهۍ کندو ته کاږي.

خو طالبان ټینګار کوي، چې د « سوچه اسلامي نظام» د قایمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او خلک باید د ستونزو زغم ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب