جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهقرغیزستاني‌شرکت په افغانستان کې پر ارزانه او با کیفیته انټرنېټ پانګونه کوي

قرغیزستاني‌شرکت په افغانستان کې پر ارزانه او با کیفیته انټرنېټ پانګونه کوي

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) ‏د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، چې د قرغیزستان ‌د سیمه ییز پراختيايي وجهي‌ صندوق له رهبرۍ پلاوي سره يې غونډه کړې.

د وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي، چې په دې غونډه کې ياد شوي شرکت په افغانستان کې پر ‌با کیفیته او ارزانه انټرنېټ د پانګونې په اړه طالب چارواکو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير مولوي نجیب الله حقاني په دې ناسته کې د قرغیزستان د ‌ياد شوي شرکت پلاوي ته ‌په یاده پانګونه کې د ‌هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د انټرنیټي خدمتونو له پیله تراوسه خلک هم د دغو خدمتونو له کیفیت او هم قیمت څخه شکایت کوي.

د طالبانو له اوسنۍ واکمنۍ سره سم، د دوی چارواکو ژمنه کړې وه، چې په دې برخه کې به اړوند شرکتونه د عدالت تامینولو ته مجبوروی، خو ليدل کيږي چې په عمل کې یې څه نه دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب