Homeخبرونهحقاني: مخالفین دې خبرو ته راسره کیني، نړۍ دې ملاتړ نه ورڅخه...

حقاني: مخالفین دې خبرو ته راسره کیني، نړۍ دې ملاتړ نه ورڅخه کوي

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) ‏طالبان وايي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست يې سراج الدین حقاني د ‎افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره لیدلي دي.

د حقاني مطبوعاتي دفتر وویل، په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ؛ په بهر کې د چاپ شویو افغان پاسپورټونو په رالېږد هم خبرې وشوې، چې نیکولسن د یادو پاسپورټ ورقو په رالېږد کې د اسانتیاوو برابرولو او همکاري ژمنه وکړه.

سرچينه زياتوي:« نیکولسن په خپلو خبرو کې دافغانستان امنیت د د سېمې او نړۍ لپاره ډېر مهم وګاڼه چې حقاني هم د امنیت په برخه کې له خپل اړخ څخه پوره ډاډ ورکړ.»

حقاني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې دوی د دوحې هوکړې پر اساس هېچاته اجازه نه ورکوي، چې بل هېواد ته له ‎افغان خاورې ګواښ پېښ کړي.

هغه زياته کړې: په کور دننه مخالفینو ته مو همیشه د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي او له نړۍ څخه هم غواړو چې په افغانستان کې دهېڅ کومې مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ و نه کړي.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، نیکولسن په خپلو څرګندونو کې د نړۍ امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی ياد کړ او ژمنه یې وکړه، چې هېڅکله به هم په ‎افغانستان کې د وسله والو مخالفانو ملاتړ و نه کړي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان د خپلې نهه مياشتينۍ واکمنۍ په موده کې خپلو وسلو والو مخالفانو ته د داسې بې قید و شرطه خبرو وړاندیز کوي.

په وروستيو کې د دوی د واکمنۍ پر ضد وسله والو فعالیتونو زور اخيستی او ويل کيږي، چې نرمښت یې د همدغو وسله والو فشارونو نتیجه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...