کالم یا کالم لیکنه اصلا رسنیزه غیر رسمي یا عامه لیکنه ده، چې د یوه اخبار په ادارتي مخ یا منځپاڼه کې د یوه خاص مونوګرام یا پوخنوم په بڼه چاپېږي، لغوي مانا یې ستون یا مینار دی او په اصطلاح کې چې یې هر څه بولئ، همغه شی دی، ما خو ځکه ورته شی ووې، چې تراوسه هیچا ونه پېژنده او هر څوک یې پېژني، ژانر خو ځکه نه دی، چې د ژانرونو خو څرګند شکل او صورت وي او څه شکلي اصول او ځانګړنې لري، د دې خو یوازې ځای معلوم دی، چې په اخبار او یا په ویب سایټونو کې چاپېږي، نور نو چې هر چا معرفي کړی، د لیکوالۍ عامې ځانګړنې یې پسې غوټه کړي دي. موږ به یې په ځان نه اړوو، چې کالم نه پيژنو، ځکه اخبارونه یا فعالې ملي رسنۍ او کالم لیکوال خو نه لرو؛ خو هغه چې لري یې هغوی یې هم د کالم په پېژندنه، اصولو او ځانګړنو یوه خوله نه دي، ټول یې مبتدي کالم لیکوالو ته د لیکوالۍ د سبک او د عام هنر لاروښوونې توصیه کوي.
همدغه څه دي، چې کالم تراوسه د ژانر تر حده خپل ځانګړي اصول او قواعد نه دي پیدا کړي، بلکې د سبک یا طرز په حدودو کې معرفي شوی دی. زه کالم د معمول له مخې په دوه ډوله اصولو او ځانګړنو ویشم، چې یو یې داخلي اړخ او بل یې خارجي اړخ دی، داخلي اړخ یې (څنګه یې ولیکو؟) او خارجي اړخ یې (څه شی ولیکو؟) پوښتنو سره غوټه دی. یعنې لومړۍ یې د شکل او صورت یا چوکاټ په اړه ضروري تیوري یا اصول دي، چې مثلا یو کالم د بڼې یا چوکاټ له مخې څه ډول ولیکو؟ طرز او د لیکوالۍ اصول مو باید څنګه وي؟ او په دویم ډول کې یې موضوع یا منځپانګه ده، چې څه شی ولیکو؟ ولې یې لیکو؟ یعنې موضوع مو باید څه او څنګه وي؟ دا خو تقریباً د کالم پېژندنې لپاره یو اسانه غوندې عمومي لار پیدا کول دي، لږ به یې په همدې موضوع نور هم تشریح کړو، چې عملي لیکل یې نور هم اسان شي. د کالم په پيل کې مې ځکه ورته عامه غیر رسمي لیکنه وویله، چې غیررسمي لیکنه له عامې لیکنې سره لږ و ډېر توپیر لري يا په بله وینا کالم له عامې لیکنې سره توپیر لري، مثلاً کالم په عامه ژبه لیکلی شي، د کالم عامه ژبه د علمي لیکنو او مقالو غوندې دقیقه نه وي، چې سخت اصطلاحات او علمي پیچلتیاوو له امله د همغه علم اړوند لوستونکي پرې وپوهېږي، بلکې په کالم کې خو که علمي موضوع هم لیکلی شي؛ نو د عامې، روانې او سلیسې ژبې خیال ساتل یې اړین دي.
کالم د پراخوالي یا تنوع له امله هم خپل شکل او صورت لري مثلاً عامه مقاله یا لیکنه د خپلې موضوع په حدودو کې پابنده ده، نشي کولای چې له تړاو پرته بله موضوع هم پکې شامله کړي، که داسې وکړي، لیکنه او مقاله به په ګډوډۍتورنه شي؛ خو کالم بیا دا جواز لري، چې حتی څو موضوعات هم په خپله لمن کې ځایولی شي، زما په فکر د کالم دغه دوه ځانګړنې کالم له نورو عامو لیکنو او مقالو سره په توپير پېژندای شي، نور نو د کالم هنر او تیوري دعامې لیکوالۍ له هنر او تیوري سره ډېر توپير نلري. ګڼو لویو کالم لیکوالو د کالم لیکنې لپاره لوستنه، مشاهده او ریاضت اساسي توکي معرفي کړي دي، چې تقریباً دا د لویو کالم لیکوالو د کالم ځانګړنې هم دي. تاسې وګورئ د مرحوم سعدالدین شپون او شهرت ننګیال کالمونه، چې د مطالعې او مشاهدې څومره زورورې او قوي بڼې لري، د دوی د کالم لیکنې څو څرګندې ځانګړنې دا دي، چې هر کالم یې له بل کالم سره د موضوع په انتخاب او د موضوع په نوي والي کې فرق کوي.
اردو ژبی کالم لیکوال یاسر پيرزاده وايي په لسو کالو کې یې نه یادېږي چې جنګ ورځپاڼې ته یې د اوونۍ دوه کالمونه هير کړي او یا نه وي لیکلي؛ یعنې مسلسل یا دایمي ریاضت د کالم ډېره اهمه ځانګړنه ده، د جاوید چودهري په اړه مشهوره ده، چې یو کالم په اته ساعته کې لیکي او هره اوونۍ څلور کالمونه لیکي. له دې خبرو داسې اخیستنه کولای شو، چې د یوه کالم لیکلو لپاره لومړۍ د کالم او عامې یا علمي لیکنې او مقالې توپير مهم دی، دویم یې ژبه مهمه ده، چې یو کالم عامه روانه او سلیسه ژبه ولري، دریم دکالم لیکوال باید ابډیټ لوستونکی وي او د مشاهدې قوي وړتیا ولري، څلورم د کالم دموضوع په انتخاب او نوي والي کې دقت وشي، پنځم مسلسل یا دایمي ریاضت او کوښښ دی، چې پرته له ریاضت او مطالعې کالم لیکل ممکن نه دي. شپږم، همدا کالم چې تاسې یې لولئ، په دوه ناستو کې ولیکل شو، هیڅ کوم کتاب او رسمي ماخذ ورته ونه کتل شو؛ خو د حافظې د مطالعې په اساس ولیکل شو، یعنې ډېر تکلف نه کول هم د کالم ځانګړنه ده. د کالم له دې چوکاټي خبرو وروسته څو نورې خبرې هم د کالم لپاره اړینې دي، مثلا منځپانګه یا د موضوع د بیان او ویلو له طرز وراخوا په خپله د خبرو کولو جرات هم ورته مهم دی. کالم چې د عامه شعور په ویښولو کې مهمه ونډه لري، خلکو ته نیمه او مبهمې خبرې کول د کالم له ارزښت سره نه ښيي؛ بلکې واضحې، ښکاره رښتونې خبرې د خلکو مسلم حق دی. ریښتیا لیکل او رښتیا ویل د کالم یو بل بنسټيز اصل دی، چې زموږ په څېر ټولنو ته یې په ویلو کې باید هیڅ ډيل او مصلحت ونشي، پروژوي ریښتیا او فکرونه محدود اهداف لري، د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په ایجاد کې د دایمي ریښتیاوو نقش بېخي ډېر بارز دی. یو ريښتونی او مفکر کالم لیکوال همغه دی چې د خپلو خلکو د فکري، سیاسي او اجتماعي روزنې او سمونې مسوولیت او مکلفیت په خپلو کالمونو کې راونغاړي، هغه کالم لیکوال چې دا نشي کولای، ښه ده، چې «خټې وکړي» ځکه کالمونه یوازې د خلکو د شعور او فکري ویښیا او روښانتیا لپاره لیکل کېږي. زموږ دا لومړۍ کالم دی، چې له دې وروسته به هر اوونۍ دلته د رنسانستان له پوخنوم او نوي کالم سره حاضرېږو، چې هدف یې یوازې او یوازې زموږ او تاسې خپل فکري، سیاسي او اجتماعي زړه خواله کول دي؛ نور نو همغه د خوشحال بابا وینا ده: د فساد فکر مې نشته خدای حاضر دی خپل ساعت به تېرومه وخت اخیر دی ——— ۱۰ می ۲۰۲۲
سلامونه،
صديقي صاحب مڼنه له نوې موضوع لیکنې مو…
لکه تا چې لیکلي د ارواښاد شپون صیب کالم خو ځانته ځای او ځانګړی خوند درلود؛ زما په آند په پښتونخوا کې د نورالبشر نوید لیکنو کالم! ،او همدې تاند کښې د جهاني صاب؛ جنرال صیب د. وزيري؛ مجید قرار؛ اسداله غضنفر صیب ؛زمان ستانکزی ساب؛ او کله کله د عبدالنافع همت ساب طنزونه ؛ ؛ او نورو بریښنايي مخونو کې د سرلوڅ مرادزي صیب؛احمد ولي اڅکزي صاب؛ یون صاحب او داسې نورو تکړه لیکوالو لیکنو لوستل یوه هم رانه نه خطا کېږي څې کیدای شي هر یو ېې کالم یا ستون ولري.
یو وخت ما تُرکي اخبارونه لوستل هغوی به ورته ( ګوشه یازار= د یوې ورځپاڼې د یوې څڼډې لیکوال ) اصطلاح کاروله!
له توجه مڼنه./ ۱۱ مې ۲۰۲۲=۲۲ثور= ۱۰ شوال الفطر
مننه ډاکتر صاحب رښتیا هم تا یاد کړي ټول لیکوال د خپلو لیکنیو ځانګړنو خاوندان دي، مګر ما یوازې همدا دوه په اختصار یاد کړي.
خدای مو ښه لره مننه