جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپنجشېر او څو نورې سيمې، ط په بشري جنایتونو تورن شوي، اروپايي...

پنجشېر او څو نورې سيمې، ط په بشري جنایتونو تورن شوي، اروپايي ټولنه انديښمنه ده

تاند:( چار شنبه، د ثور يو ويشتمه) ‏له پنجشېر او څو نورو ولايتونو څخه د طالبانو خلاف د جګړو او فعاليتونو د دوام له خبرونو سره هم مهاله، طالبان په ځینو راپورونو کې د خلکو په وژلو، بندیانولو او شکنجو تورن شوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر او د نمايندګۍ د دفتر رييس ‌فونت‌ برانټ په پنجشير کې د طالبانو د جنايتونو ادعاوو ته په غبرګون کې ويلي، چې هلته د ملکیانو خلاف د تاوتريخوالي او وژنو په زياتيدو انديښمن دی.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي:« په پنجشير کې د ملکیانو په وژل کيدو خواشینی يم».

د اروپايي ټولنې سفیر په ورته وخت کې ټينګار کړی، چې رامنځته شوی دغه وضعيت د يوه پراخ بنسټه حکومتي جوړښت په وسيله حليدای شي.

له دې سره له مزارشريف ښار څخه راپورونه وايي، چې طالبانو پرون د ښار په شپږمه ناحیه کې بيا کور په کور تالاشي پيل کړې او خلکو سره يې ناوړه چلند کړی دی.

د‌ تخار په ورسج ولسوالۍ کې بیا ځايي خلکو په طالبانو د ۶ ملکي وګړو د وژلو تور پورې کړی.

په ورته مهال، د طالبانو د پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان پرون د جنګي وضعیت د مهارولو لپاره پنجشېر ولايت ته تللی.

طالبانو په یوه خپره کړې ویډیو کې دوی سره د خپلو لسګونو وسله والو مخالفانو د يو ځای کیدو خبر ورکړی.

طالب چارواکو خپل وسله وال مخالفین « باغیان او فتنه ګر» ګڼلي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني بيا ويلي، چې مخالفینو سره یې د خبرو دروازې پرانیستې دي او له نړیوالو غواړي چې وسله والو مخالفانو سره یې مرسته ونه کړي.

طالب چارواکو په ټوله کې تل د دوی خلاف جګړې او د دوی په لاس وژنې او ځورونې رډ رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب