پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+په شخړو کې را ګیر ولس ته

په شخړو کې را ګیر ولس ته

زبیر افغان

اوبه خړې کړه، ماهیان پکې ونیسه، زموږ د پښتو یو متل دی، زما په اند به دا متل تر هغه وروسته ویل شوی او مشهوره شوی وي چې په ټولنه کې همدا عمل بار بار تکرار شوی وي چې حکومتونه، واکمنه طبقه او اشراف هر وخت غواړي تر دوی په اقتصادي، سیاسي او علمي لحاظ د کښتې طبقې خلک په ځينو وړو مسلو کې ښکېل کړي او دوی خپلو لویو اهدافو ته ځان ورسوي.

تاریخ پوه او مورخ ډاکټر مبارک علي د هند په اړه لیکنو کې بیا بیا دا یادونه کوي چې انګریزانو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په هند کې مسلمانان د نورو مذهبونو له پيروانو سره په شخړه اخته کړل.

 د فرقو ترمنځ شخړو ته حکومتونه د همدې لپاره هوا ور کوي چې تر شا يې دوی خپل اهداف پټ کړي وي. په هند کې د نورو مذهبونو له پيروانو سره د مسلمانانو اختلاف هم د هند د مسلمانانو په تاوان شو او هم د نورو هندوستانیانو، په همدې اختلاف کې وینې توی شوې، کورونه وران شول، مذهبي ځایونه سپک شول، مقدساتو ته سپکاوی وشو، هغه انرژي چې د یو ملک د ترقۍ لپاره به کار شوې وای، هغه د ډلې او فرقې د ترقۍ لپاره وکارېده.

د پښتنو په منځ کې د لسو، شلو او سلو مذهبي و نامذهبي ډلو پيدا کول، ترمنځ يې اختلافات، مناظرې او شخړې د همدې لپاره دي چې د پښتنو لپاره حیاتي مسلو ته د هغوی ور پام نه شي، له اساسي مسلو د پام اوښتلو لپاره يې سل داسې بانې او لارې ورته پيدا کړې وي چې هرې ډلې ته خپلې ادعاوې، وړې مسلې او موخې اساسي ښکاري، په داسې حال کې چې دا مسلې د ملت هيڅ نه شي دوا کولای؛ بلکې نور يې هم پر ستونزو اړوي.

په هیواد کې د مشرقي او جنوب د پښتنو ترمنځ سیاسي، کلتوري، ټولنیز او د ژبې د لیکدود اختلافاتو ته لمن وهل، هوا ور کول او د ولس پام ور ته را اړول د همدې لپاره وي چې ولس، د یوې ژبې خلک، د یوه ملت غړي، د یوه دین پيروان په دې مسلو کې داسې سره بند کړل شي چې بیا ترې د وتلو او دې مسلو ته د حل لار پيدا نه کړي، هغوی باید له ترقۍ پاته شي، د تعلیم پر ځای خپله انرژي دلته مصرف کړي، د دې پر ځای چې هیواد یو موټی وي، تر یوې سیاسي رهبرۍ لاندې وي، د دې هیواد وګړي د دې هیواد پر مختګ او د ملت سوکالۍ ته کار وکړي، پر ځای يې باید یو د بل پښې وکاږي، واړه مسایل لوی وښيي، واړه خلک پکې وپړسول شي، نااهله خلک په دې همدې اختلافاتو کې ځانونه مطرح کړي او خلک ناسم لوري ته رهبري کړي، که د وطن رښتنی خادم او د ملت واقعي غمخوار ولس سم لوري ته د رهبرۍ چاره پر غاړه واخلي، نو د سیمې استخبارات، په حکومت کې واکمنې کړۍ، اشرافیان او د هغوی خادمان ټول په یوه خوله د هغه کس/ډلې د بدنامولو هڅې کوي او ملت ته يې په ناسمونو نومونو ور پېژني، دروغ پسې وايي، اوازې پسې ګډوي، تبلیغات پسي کوي او چې خلک حقیقت ته رسېږي نو یوه پېړۍ پر تېره وي، او هغه مبارز کسان ستړي شوي، له منځه وړل شوي او پيروان يې له مبارزې ستړي شوي یا منحرف شوي وي.

زموږ لپاره دا مسایل اړین او اساسي دي چې د حکومت پلانی وزارت مشرقي وال ته ور کړل شوی دی که کندهاري وال او که د فساد پر ضد د لس ږغ پورته کول؟

د سلفي د پنچپيري په نامه خلک نفرت رابلل، د مذهب او طریقت په نوم خلکو ته د نفرت درس او په مسلمانانو کې د بیلتون پيدا کولو مسلې راته حیاتي دي که په دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو د ملت یو موټی کول به زموږ په دنیا او اخرت کې په ګټه تمام شي؟

د ملا، پير، سید، ملک، خان، سیکولر، ډیموکراټ او ملحد و بې دینه په نوم د ولس ترمنځ د نفاق تخم کرل زموږ د ملت ستونزې هواروي او که هر یو چې بل وزغمي، یو بل ته لاس سره ور کړي او د هیواد او ملت د ترقۍ لپاره ګډ کار وکړي؟

زموږ په منځ کې د توخي خان، د اڅکزو ملک، د نورزیانو مشر، د کاکړانو بدمعاش، د کاسیانو زورواکی، د الکوزو، پوپلزو، ترکي، سلیمانخیلو او پلاني و پلاني قومونو په نوم ملکان، خانان، یا اتحاد و ټولنې د همدې پلان برخه دي، حکومتونه او هغه څوک د یوه لوی قوم په توګه زموږ سمه ورځ نه په هیواد کې غواړي او نه بل ځای، هغوی موږ پر وړو وړو ډلو سره ویشي، تاسو وګورئ چې د پښتنو ترمنځ څومره سیاسي، مذهبي، فرهنګي، قومي او… ډلې موجودې دي؟ 

په هیواد کې چې د ولسواکۍ تمثیل کېده یا بل ځای چې د جمهوریت په نوم ولس غولول کېږي، که هغه وخت د قومونو ترمنځ پر قومي مسلو شخړې وای، نو د اشرافو او واکمنو طبقو باک نه په کاوه، که خبره د مذهبي مناظرې وای، بیا هم ستونزه نه وه، اما که دې د هغوی پر عیب ګوته ور ايښې وای، بیا دې د سر خطره هم وه، د مال د خسارې وېره هم وه، زندان ته به هم بیول کېدلې او په ټولنه کې په هم لعنت لړل کېدلې.

په کندهار کې که چا ګمرک د غلا خبره کړې وای، نو بله ورځ به يې یو بل ته د شهادت مبارکۍ ور کېدې، که دې پر چارواکو د فساد خبره کړې وای، بله ورځ به ورک وې، اما په همدې کندهار کې د ملایانو ترمنځ څومره مناظرې وشوې؟ څومره اختلافات د همدې مذهبي ډلو ترمنځ وو او دي؟ د سلفي، دیوبندي، حنفي، پریلوي او صوفي په نوم څومره انسانانو یو د بل له لوري سره بدنام شول؟ ولې دې حاکمې طبقې د دې اختلافاتو د مخنیوي لپاره عملي ګام نه اخیسته، عملي ګام خو لرې خبره ده حتا د دې د حل لپاره يې پر یوه طرحه هم کار نه دی کړی.

عیني مسلمه په پاکستان کې ده؛ که په نصاب کې د خپلې ژبې لپاره څوک اواز پورته کوي، د هغه ږغ په ستوني کې بندوي، اما د قوم، سمت او مذهب په نوم فرقې بیا تر سلهاو اوښتې دي، چې په جنجالونو يې ټوله نړۍ خبره ده، که د دې اختلاف د حل غوښتنه وشي، وای د بیان ازادي ده، اما که د خپل حق غوښتنه وکړې، بیا دې وژني دلته بیا د بیان ازادۍ سر خوړلی دی.

که غواړې چې له دین څخه خلک لرې کړې، نو د مذهب په نوم ډېرې ډلې جوړې کړه، که غواړې چې خلک د یوه ملت او قوم په کچه له اساسي، حیاتي او ملي مسایلو او موضوعاتو لرې وساتي، نو په وړو اختلافاتو کې يې سره اخته کړه، د قوم، سمت، ولایت، ژبې او معیاري لیکدود په نوم وړې ډلې ورته جوړې کړه، دوی خپله له حیاتي مسلو په دې وړو اختلافاتو خوشاله وي او د ولس هم اساسي شیانو ته نه پام کېږي. چارواکي دې غلاوې کوي، فساد دې کوي، قاچاق دې کوي، بازار دې مافیا په لاس کې نیولی وي، خدمات دې په هره برخه کې صفر وي، له هیواد څخه دې پانګه بل هیواد ته وړل کېږي، خیانت، دوکه، چلول او په نامناسبو لارو د نورو مال خوړل دې د خلکو کسب شوی وي، خو یو څو مزدورانو او دلالانو به د قوم او ملت پام بل لور ته اړولی وي.

زموږ ملا ته دا مسلمه ډېره مهمه ده چې خلکو ته ووايي ډېر اولادونه راوړئ د نبي امت ډېر کړئ، اما دا مسله چې ساتل به يې څنګه کېږي؟ تعلیم به يې وشي که نه؟ سمه تربیه به يې وشي که نه؟ موږ دې ټولو خلکو ته د خوراک، څښاک توکي او نور اړین مواد چمتو کولای شو او که نه؟او که  د دې هر څه لپاره نړۍ ته غواستونه کوو؟ شریعت خو وايي چې خیرات کوونکی لاس غوره دی تر اخیستونکي، موږ ولې له نړۍ سوال کوو، ولې خپله دومره باهمته نه شو چې هغوی ته يې ور کړو؟ دا هر څه زموږ له ناسمې محاسبې او د دین له غلط تعبیره را پېښ دي.

موږ ته د ټول ملت تر ګټې د خپل جیب ګټه مهمه ده، تر حق راته د خپل ملا د خولې خبره مهمه ده، تر بشري ارزښتونو راته د کلي او سیمې رواجونه مهم دي، له نورو سره په واک تر شراکت راته په زور د واک انحصاري کول ګټور برېښي، کلتور راته په دین بدل شوی او بدلون يې راته د قران د یوه توري تبدیلي ښکاري په هيڅ توګه يې د بدیل په اړه فکر نه کوو که هر څومره مې په تاوان هم وي، په زیارت کې ناسته ښځه چې په شناخته کې میخ ټکوهي، یا له ملنک سره په یوه خونه ننوتلې وي، زموږ لپاره د شرم خبره نه ده، که د پير و فقیر په کوټه کې مو شپې او ورځې ور ایله کړې وي، غیرت مو نه را پارېږي، که د حلالې او متعې(صیغې) په نوم يې په خپله خوښه د لنډ وخت لپاره نورو ته ور کوو، پر غیرت مو داغ نه لګېږي، اما که مکتب او پوهنتون ته وته زما لپاره پېغور ده، که خپل کار وکړي، زموږ غیرت يې نه شي برداشت کولای، که یوازې بازار ته راشي د کور لپاره اړینه سودا وکړي، موږ ته بې ناموسي ښکاري چې ولې يې له خلکو سره خبرې وشې، بې پردې شوه، دین ور کړی حق او د پردې په نوم ور باندې تپل شوې رواجي چادري ته سپکاوی يې بولو، اما بل لور ته همدا غیور، مسلمان او په دنیا و اخرت کې د دوی په اند د خدای خوښ پښتانه ښځې په بدۍ کې ور کوي، د خور او لور حق په میراث کې نه ور کوي، د خور او لور ولور خوري، خور او لور په پيسو پر زاړه او کاڼه خرڅوي، پر یوه ښځه باندې یوه بله، دوې ان درې ښځې هم کوي، دلته بیا نه غیرت ودرته درېږي، نه يې د مسلمانۍ له امله د خدای امرونه په یاد وي او نه د دنیا او اخرت د بریا سودا د ده فکر ور خرابوي، بس چې د هوس او خواهشاتو څپه مو په زړه کې را ولاړه شي، ټول هغه صفات په خپله وتوږو چې موږ ځان ته په خپله تراشلي وي.

موږ حقیقت ته تن نه ور کوو، هر وخت په هغو کارنامو خوشاله کېږو چې موږ نه دي کړې، خو زړه مو غواړي چې په همدې کارونو دي زموږ ستاینه وشي. که د پېغور په توګه څوک راته ووايي چې په ښځو تعلیم نه کوئ، نو هر پښتون خوا بدوي، اما که پوښتنه وشي، نو پنځه فیصده خلک هم د ښځو تعلیم ته زړه نه ښه کوي، که ورته ووايي چې پر یوه مشر نه سره را ټولېږي، د یوه ملت په توګه مو څوک پر یوه محور نه شي سره را ټولولای، ټول خپه وي، د بل دسیسې يې بولي، اما په عمل کې د یوه ولایت اوسېدونکي هم دا نه شي ښکاره کولای چې موږ سره متحد یو، د یوې کوڅې خلک په اتحاد د خپلې کوڅې د پاکولو په اشر هم نه شي ثابتولای چې موږ سره متحد یو؛ زه پر ډېرو داسې کوڅو تېر شوی یم چې هلته جوړ شوي کورونه هر یوه له یوه لکه بیا تر څو لکو ډالرو قیمت در لود، خو د کور مخ ته به يې د کثافاتو انبار و؛ یو څوک چې د خپل کور مخ نه شي صفا کولای، د خپل ښار سړک، کوڅې او نالۍ نه شي صفا کولای، هغه به څه د اتحاد او یووالي دعوه وکړي؟ څومره به يې خلک ورسره ومني؟

زموږ افکار تر ملي مسلو پر قومي، سمتي، کورنیو او د یوه کلي پر مسلو ښه کار کوي، زما په کلي کې د مسجد له ملا سره بد نیتي وي، د کلي له ملک سره مې اخیستې وي، زما لپاره دا حیاتي مسله ده په هر ډول  چې وي، زه باید خپل هدف ته ورسېږم، اما د دغه سړي لپاره دا هدف نه وي چې په زوی تعلیم وکړي، لور دې مکتب ته ولاړه شي، د خپل اولاد اینده دې ور سمه کړي، د خپل کلي خلکو ته دې مالي ګټه ورسوي، یو کلی مو له بل کلي سره په جنګ دی، یو قوم له بل سره لاس و ګریوان دی، یو ملک د بل ملک بد وايي، یو خان د بل په غیبت نه مړېږي، یو ملا د بل نوم ور بدوي، یو پير د خپل ځان په صفت نه مړېږي، یو تجار مو ټوله ګټه ځان ته غواړي، یو چارواکی مو د خپل راتلونکي نسل لپاره هم دغه چوکۍ غواړي، ښځې زموږ لپاره ملکیت دي، که زه به کور کې هر بد ور سره کوم هيڅ پروا نه لري، اما که بل پر چادري برسیره ورته وکتل، بیا زما غیرت پارېږي، ما ته د ناموس بې عزتي ښکاري، که په یوه پاکه میرمن پسې د دروغو ازاوه ګډه شي چې په اخلاقي فساد کې ښکېله ده، ګرده خلک خبرې پسي کوي، څوک يې د خپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره نه خوښوي، اما نارینه مو په ډاګه هلکان ګرځوي، له ښځو سره اړیکې ساتي، خو د همدې کس لپاره که د نکاح او رشتې ږغ وشي، هيڅوک يې هم له دوستۍ منعه نه کوي.

موږ ته تر ټولو ډېر تاوان موږ خپله رسولی دی، که واکمنه د اشرافو طبقه موږ د خپلو اهدافو لپاره کاروي، دا خو د هغوی ملامتیا ده، اما زه ولې ټول ژوند دهغوی لپاره کار وکړم؟ زموږپه وېش کې د ډېرو حکومتونو، استخباراتو، اشرافو، مافیا، زورواکو او نورو و نورو ګټې دي، ځکه نو واړه اختلافات لوی شي، مړي پر وشي، او په داسې بدیو پسې واړوي چې لسګونه کلونه واخلي د یوه مړي کیسه په څو مړو پسې بدله شي او په کسات پسې کسات، د یوه انتقام ختمېږي، د بل د هغه وار وي. څه چې روان دي؛ د پښتنو لپاره په خاص ډول او د ټول ملت لپاره په عام ډول د زیاترو په تاوان ده، یوه ډېره وړه ډله په دې اختلافاتو کې خپلې شخصي ګټې ويني، د نورو نه شخصي ګټې پکې شته او نه د ولس لپاره په عمومي ډول ګټې لري.

۲۰۲۲/۱/۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب