دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمحقق د افغانستان وضعیت پاشل کیدونکی او راتلونکی پسرلی « ډېر خطرناک»...

محقق د افغانستان وضعیت پاشل کیدونکی او راتلونکی پسرلی « ډېر خطرناک» وباله

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏‏د افغانستان د خلکو د يووالي ګوند مشر او د طالبانو پر وړاندې د مقاومت شورا يوه مشر حاجي محمد محقق د افغانستان وضعیت پاشل کیدونکی او راتلونکی پسرلی يې« ډېر خطرناک» ګڼلی.

نوموړي په يوه ټلويزيوني مرکه کې د هغو راپورونو په اړه ناخبري وښوده، چې ويل کيږي د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو مستعفي شوي استازي زلمي خليلزاد د بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیل په اړه قطر ته سفر کړی.

محقق ويلي، دې ته په پام سره چې خليلزاد د سولې خبرو د ناکامۍ او رامنځته شوي بحران یو اصلي عامل ګنل کېږي، د خليلزاد مسووليت جوړيږي چې د خپل نيمګړي ماموريت د بشپړولو لپاره د بين الافغاني مذاکراتو د بیا پیل او بریالیتوب لپاره کار وکړي.

حاجي محقق په ورته وخت کې، له استعفا څخه وروسته د افغان سولې په هڅو کې د زلمي خليلزاد رول د پوښتنې وړ وباله او په دې برخه کې د وضاحت غوښتونکی شو.

د‌ هزاره قوم دغه مطرح سياستوال دغه راز وويل، چې په افغانستان کې د « نوي اسلامي دولت» د جوړېدو لپاره بايد قطر د امريکا او طالبانو د خبرو د کوربه او ياد شوي لوري یې د تعهداتو د ترسره کوونکو په توګه خپلې ژمنې پر ځای کړي.

حاجي محقق په دې مرکه کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو ته د طالبانو د نه حاضریدو په صورت کې د روسیې او ایران د راتلونکو فشارونو د څرنګوالي په اړه ناخبري وښوده او ويې ويل، چې په دې اړه نه پوهیږي.

دغه پخواني مقام دغه راز، د افغانستان د امنيت ټينګولو په اړه د طالب چارواکو ادعاوې ردکړې او ویې ویل، چې افغانستان ورځ تر بلې د شدید امنیتي بحران پر لوري روان دی او د اوسني وضعيت له دوام سره به راتلونکی پسرلی به ډېر خونړی او خطرناک وي.

نوموړي طالبان له حکومت څخه په قومي تصفيې هم تورن کړل او ويې ويل، چې د خلکو شکنجه، له هېواده د خلکو شړل او د واک انحصار به د دوی د واکمنۍ عمر لنډ کړي.

طالبانو بيا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب