یکشنبه, مې 19, 2024
Home+نیمسېری/ ډاکتر سلیم ساپی

نیمسېری/ ډاکتر سلیم ساپی

دې ناروغۍ ته په انګليسي ميگرن او په ولسي ژبه کې په نيم سری وايي. د نیم سری د میکانیزم په باره کی مختلف نظرونه ښودل شوي دي چې له هغو څخه یو هم دا دی چې نيم سري د عصابو د رګونو په پراخيدو او درگو په شاوخوا کې د عصبی رشتو پد تحریک له کبله نيم سری يا سر دردي پيدا کيږي.

 تقريبآ په هر لسو نتنو کې یو تن د نیمسیري په تکلیف اخته کېږي او چې يو ځلي يو څوک په دې ناروغۍ اخته شي بيا د ژوند تر دیره وخت ورسره ملګرې وي.

نيم سري ډير وخت په ارثي ډول هم انتقال مومي مثلآ که د جا پلار يا مور يي دنيم سري په ناروغي اخته وي د اولاد د نيم سري احتمال يي %40 فيصده دی او که يې مور او پلار دواړه د نيم سري په ناروغۍ اخته وي نو په اولاد کې يې د نيم سري احتمال تقريبا تر 75 % پوري وي.

د نيم سري درد پر انسان باندي د حملي په شکل تکرايږي کله په مياشت کې يو ځل يا دوه ځلي او يا په اوونۍ کې تکراريږي خو دا تکراريدل انسان تر انسان فرق لري په بعضو انسانانو کې کم تکرايږي او په ځینو کې بيا ډير تکراريږي.

د نيم سري په فعاله کيدو او په بيا راژوندي کيدو کې ډير فکتورنه (عاملونه) رول لوبوي مثلآ تشويش, لوږه, بې خوبي ,فزيکي خستړیا، هرمونيک تغيرات، رڼا (روښنايي), تودوخه (حرارت), ږغ او ګڼه ګوڼه، زيات خواږه مواد، بوی لکه د پترولو او عطرو بوی او يا بد تخريش کوونکي بوی. دا ټول هغه شيان دي چې د نيم سري په بيا را فعاله کيدو کې ډير رول لوبوي.

د نيم سري نښې نښانې:

1__په عمومي عمومي ډول درد د سر په برخه کې يوې خول ته وي يعني د سر په يو اړخ کې وي اما په ماشومانو کې کله کله دواړو خواوو ته هم وي.

2__درد د 4 او 72 ساعتونو تر منځ وي يعني تر 4 ساعته کم نه وي او تر 72 ساعته ازیات نه وي.

3__درد ډير شديد او نا څوروونکی وي.

4__ له درد سره اکثره وخت سرګرځي او خواگرځي ملګرې وي په خواگرځي سره هوسا او ارامیږي.

5__د ږغ، ګڼه ګوڼې او رڼا څخه بد وړي او ناراحته کيږي.

6__ نه شي ګرځېدای او هڅه کوي چې پريوځي او استراحت وکړي.

د حملې پر وخت له درد څخه د ژغورني لارې:

* بي ږغه آرام او  تیاره خونې ته دې ولاړ شي او د استراحت کوشش دې وکړي.

* له قهوې، چاي، کوکاکولا او جوس له څښلو څخه دې ځان وساتي.

* د ګرځيدو او قدم وهلو څخه دې ځان وساتي.

* د کتاب لوستلو او تلويزون کتلو څخه دې ځان وساتي.

* له موټر چلولو څخه دې دډه وکړي.

یادې طريقي د درد په کمولو او له منځه وړلو کې ډير غټ رول لوبوي حتي کله کله ذکر شوي طريقي تر دوا ډيرې گټورې ثابتېدای شي.

د نيم سري لپاره ډیر درملونه هم شته چې په مختلفو طريقو او مختلفو وختو کې ورته ور کول کيږي نو ځکه د هغو له ليکولو تيريږم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب