دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهترکيې ۶ ټنه مرسته وکړه او د ۷۵۰ ټنه نورو په اړه...

ترکيې ۶ ټنه مرسته وکړه او د ۷۵۰ ټنه نورو په اړه خبرې وکړې

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏‏د طالبانو چارواکي وايي، چې د ترکیې د سرې مياشتې ادارې ۶ ټنه بشري مرسته پرون کابل ته را ورسیده.

ويل شوي، چې په دې مرسته کې ژمني توکي او لباسونه شامل دي.

بل لور ته: ‏د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو مرستیال ملا نورالدین ترابي په کابل کې د ترکیې له سفیر جیهاد ارگین‌آی سره لیدلي.

په دې کتنه کې دواړو له افغانستان سره د ترکیې د ۷۵۰ ټنو بشري مرستوپر وېش او د اړمنو پر سروې خبرې وکړې.

د طالب چارواکو په خبره، دغه مرسته به په نږدې موده کې د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته راوړل شي.

دا مرستې به داسې حال کې اعلانیږي او تر سره کیږي، چې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې د طالبانو له واکمنیدو سره ۲۴ ميليونونه افغانان سخت فقر ځپلي او کافي خواړه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب