دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې تر ټولو لوی ملي بیرغ د « استعماري بيړغ» په...

بدخشان کې تر ټولو لوی ملي بیرغ د « استعماري بيړغ» په نوم له منځه وړل شوی

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏‏ د‌ بدخشان پر جلغر غره، په رنګینو تېږو د افغانستان رسم شوی ۱۵۰ متره مکعبه ملي بیرغ، چې په دې ولايت کې تر ټولو لوی ملي بیرغ و، طالبانو د « استعماري بیرغ» په نوم له منځه وړی.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معراج الدين احمدي دا خبر تایید کړی او د دې کار د دفاع تر څنګ يې له منځه وړل شوی ملي بیرغ« استعماري بیرغ» ګڼلی.

نوموړي د طالبانو دغه عمل « جهاد» یاد کړی، خو ځايي خلکو دا کار غندلی او ویلي، چې طالبان به ملي ارزښتونو نه يوازې باور نه لري، بلکې د له منځه وړلو لپاره يې ګومارل شوي او دوی همدې ماموريت ته کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځینو رسنیو د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په حواله، د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د بیرته برحاله کیدو د احتمال خبر ورکړ‌.

د طالبانو يوې سرچينې تاند وېبپاڼې ته ویلي، چې د ملي بیرغ له بیرته برحاله کیدو سره به د طالبانو سپین بیرغ د دوی د دفاع وزارت بیرغ اعلان شي.

6 COMMENTS

  1. زموږ په کونړ ولایت کې طالبانو د دې ولایت او عامه واټونو او لارو او دیوالونو څخه ملي بیرغ لیرې کړ، او په هغه درې رنګو بیرغ ځایونو یې چونه او سپین رنګ پورې کړ، چې ډیر زیات د ولس د کرکې او غندنې سره مخ شول. اوس چې خلک ویریږي او غږ نه شي پورته کولی، رسنۍ هم سانسور شوي دي، خو داسې ښکاري چې دوی غواړي افغانستان او د افغانانو ملي ارزښتونه له منځه یوسي او عملا دا خاوره د پنجاب د یوې مستعمرې په توګه اداره کړي.

  2. ددی سمت خلک که په هره ډله کښی وی د تبعیض ، فاشیستوب، قومی او سمنتی خواص او تعصب او د تجزیی خوب ددوی له سره نه لیری کیږی دوی هیڅ قوی مرکزی حکومت چی پښتانه یی په په سر کښی وی نسی زغملی. ښه مثال یی پدرام لعنتی دی چی همیش د افغانستان د تجزیی بغاری وهی

  3. دا کاری یی دومره سپک دوی چه موردګاو ویل هم طوالب ته نه دی پوکار
    دوی دموردګاو، خنځیر نه هوم بدتر دی
    شورم دوی نه لری

    دو د پنجاوب غولامون دی، دوی تو سپی ویل هم دسپیو توهین دو

    دو دو هیرمنډوی اولاد

  4. طالب څه چې ټول ولس د پنجاب غلامي ته سر ټیټ کړی، نو چې ولس غلام وي طالب خو بیا ددې لپاره جوړ شوی، ولس غني ته ښه تيار وو چې په هره ترحه يې پوچ او پاش په کور، ښار او تلويزون، پارلمان کې ورته ويل. کومه د تشویش خبره نه ده پرون يي چې زموږ په سپيڅلي ارګ تورونه لګول چې کلیسا ده کې او ها ده او دا ده، نن دې همدې بيغرته ولس په مخ کې جوماتونو کې اتڼونه کيږي، پهلواني کيږي چې نور به څه وشي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی