یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهکابل کې د بلوڅ ملتپال وژل کېدل، د ط د پاکستان پلوو...

کابل کې د بلوڅ ملتپال وژل کېدل، د ط د پاکستان پلوو ګامونو په اړه غبرګونونه

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏‏په کابل کې له خپل څخه د پاکستان ضد بلوڅ سیاستوال ‏انجينر عبدالرزاق بلوچ ويستل او بيا وژل کیدل ځينو شنونکو د پاکستان لپاره د طالبانو د نفوذي سیاست او پلوۍ بله څرګنده نښه ګڼلې ده.

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنيت شورا ویاند رحمت الله اندړ د دغه ملتپال سياستوال د کورنۍ په حواله وايي، چې نوموړی د پاکستان د پوځي استخباراتو ( ای ايس ای ) لخوا وژل شوی.

د اندړ په خبره، چې د انجينر عبدالرازق جسد لا هم د هغه د کورنۍ لاس ته نه دی رسيدلی.

د پکتيا پخوانی والي محمد حليم فدايي بيا وايي: ‏د داسې سیاستوالو وژړل او هغه هم کابل کې! نور د اسلام اباد د راج او اشغال په اړه بل ثبوت شته چې د افغانستان هر کونج کې خپل سیاسي مخالفین په نخښه کوي او له منځه یې وړي. ط/الب چارواکې په داسې کړنو تاریخي خیانت کوي.

طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې د پاکستان تحریک طالبان وويل، چې وياند يې د طالبانو تر کنټرول لاندې په ننګرهار ولایت کې وژل شوی.

د طالبانو حکومت په دې اړه هم ناخبري ښودلې وه.

تېره اونۍ يو افغان ځوان عظيم عظيمي، چې کابل ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف له اعلان شوي سفر سره يې هم مهاله، په کابل کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ښکاره کنټرول خلاف لاريون تنظيم کړی و، طالبانو بندي کړی، چې تر اوسه يې د برخليک خړک نه دی معلوم.

3 COMMENTS

  1. “‎د داسې سیاستوالو وژل او هغه هم کابل کې! نور د اسلام اباد د راج او اشغال په اړه بل ثبوت شته چې د افغانستان هر کونج کې خپل سیاسي مخالفین په نخښه کوي او له منځه یې وړي. ط/الب چارواکې په داسې کړنو تاریخي خیانت کوي”.

    تالبان د پاکستان کرایه مزدوران دی او د پاکستان په وفادارۍ کی دوۍ خپل ناموسونه هم په تور بازار خرڅ کړی نو د تاریخی خیانت څه پروالری

    افغانان باید پدی خپل غوږونه خلاص کړی چی تالبان د پښتونولۍ او د افغان ددنګ او غیرت لوی دښمنان دی.

    د تالبانو ټولی کړنی ددوۍ د دوسۍ بی غیرتۍ او بی ننګۍ ښکاره بیلګی دی چی د ټولو افغانانو دسترګو په وړاندی دی.

    دوۍ خپل ناموسونه په هیرا منډۍ پلورلی او داډول خیانت او بی غبرتی ورته هیڅ ارزښت نه لری.

  2. که امارتی چارواکو سره د پاکستان د سفیر وخت په وخت کتنی او هغو ته لارښوونې یوی خوا ته پریږدو ، یوازی دوه اونیو کې دا لاندی دری پیښې یعنی

    ۱ ـ په کابل کې د بلوڅ ملتپال انجینر عبدالرزاق وژل ( البته څو موده مخکې قندهار کې هم یو بلوڅ ملتپال چې د ای ایس ای د تعقیب له ویری قندهار ته پناه راوړی وو ، زموږ د خلکو د فرهنګ او عنعناتو پر خلاف چې که دښمن هم ورته پناه راوړی په امان کی وي، هغه بلوڅ ملتپال په بی رحمۍ په قندهار کې ووژل شو.
    ۲ ـ په ننګرهار ولایت کې دوه اونۍ مخکې د پاکسنان د تحریک طالبان د ویاند خراسانی وژل، او

    ۳ ـ د طالبانو لخوا د پاکستان ضد لاریون د تنظیمونکي عظیم عظیمی نیول

    په واضح توګه ښیي چې وطن مو د آی ایس آی په لاس کې ده، او زموږ ځینی هیوادوال دې هیڅکله د اغزن تار په تړاو د آی ایس آی جوړ شوي سناریو باندی دوکه نشي ، پنجاب ، دنیا تیر ایستلو کې لوی تجربه او بی ساری مهارت لري ، شل کاله یی له یوی خواه د طالبانو ملاتړ کاوه او له بلی خواه د تروریزم مقابل کې د بین المللی ایتلاف مالی او نظامی مرستی ترلاسه کول، اسامه ته خپل د نظامی مرکز ترڅیرمی ځای ورکول به مو په یاد وي.
    نو زموږ خلک دې د پنجاب په دسیسو او کله کله د پاکستان ضد د طالبانو د ټیټو مقامونو په خبرو او کړووړو نه تیروزي ، سپینه او رښتیا خبره دا ده چې هیواد مو د پنجاب لخواه اشغال او د پاکستان پنځمه صوبه ده ، غیر لدی هر راز بل فکر یوازی د ځان او ولس تیرویستنه ده او بــــــــــس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب