سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبان د خپلو ۳ زره خوشې شویو بندیانو ډله کې له ځینو...

طالبان د خپلو ۳ زره خوشې شویو بندیانو ډله کې له ځینو منکر شول

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱مه:  افغان حکومت له بنده د طالب زندانیانو ازادۍ په دوام نن ۲۹۰ نور زندانیان خوشې کړل او وایي په دې سره یې د ۳ زره زندانیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه شوه خو طالبان وایي، دومره بندیان یې نه دي ازاد شوي.
د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالبانو زر بندیان تر اختر وړاندې خوشې شوي وو او دوه زره بندیان  نن د ۲۹۰ کسانو په خوشې کولو سره پوره شول.
نوموړی وایي، د اختر په دریمه ۱۰۰۰ طالبان، له هغې وروسته دوه ورځو کې ۷۱۰ طالبان او ۲۹۰ طالبان نن د هیواد له زندانونو څخه ازاد شول.

جاوید فیصل وايي، دا ګام د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان او تر خوا یې د سولې د روان بهیر د چټکتیا لپاره پورته کوي او په دې سره د ولسمشر محمد اشرف غني هغه فرمان عملي شوی چې د اختر په ورځ‌یې د ۲ زره طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه صادر کړی و: (( د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو له‌خوا پیل شوی تاوتریخوالی راکم کړي.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا پ  خپله ټویټر پاڼه د ټولو خوشې شویو طالبانو شمیر ۲۲۸۴ تنه یاد کړی دی

شاهین لیکلي، ‏د دوحې د تړون له مخې تر اوسه پورې د حکومت له زندانونو څخه ۲۲۸۴ تنه د اسلامي امارت بندیان را خلاص شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د حکومت لخوا له دې څخه د زیاتو طالب بندیانو د خلاصون ادعا سمه نده: ((باید په دې اړه دقیق او واقعي ارقام خپاره شي او پروسه ګډوډه نه کړل شي.))

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په ټوله کې دوی هم تر اوسه ۴۲۰ حکومتي بندیان خوشې کړي دي، هغه ارقام چې افغان حکومت یې نه مني.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تاند ته وایي، د طالبانو بندیان د هغه لیست په اساس خوشې شوي چې د طالبانو لومړني پلاوي کابل ته راوړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب