Homeخبرونهفیروز له عامې روغتیا وزارت ولاړ، د عطا نور کس یې پر...

فیروز له عامې روغتیا وزارت ولاړ، د عطا نور کس یې پر ځای راغی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱مه:  د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز رسما اعلان وکړ چې نور یې د عامې روغتیا په وزارت کې ماموریت پای ته رسیدلی دی.

ښاغلی فیروز ، چې له ۵ کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزیر و نن یکشنبه په رسمي توګه په دې وزارت کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

د عامې روغتیا وزیر وویل: “دا د خوښۍ ځای دی چې د عامې روغتیا وزارت د خدمتګار په توګه له پنځو کلونو دندې وروسته مې په رسمي توګه خپل ماموریت پدې وزارت کې بشپړ کړ.”

د عامې روغتیا په وزارت کې د ښاغلي فیروز ماموریت په داسې حال کې پای ته رسیدلی چې افغانستان د کورونا ویروس سره په مبارزه کې سختې ورځې تیروي.

فیروزالدین فیروز د روان ۱۳۹۹ کال د حوت له پنځمې راهیسې د عامه خلکو او رسنیو د پاملرنې مرکز دی او دا هغه نیټه ده چې افغانستان کې د کورونا لومړنۍ پېښه پکې ثبت شوه، هغه پخپله هم په کورونا اخته شو خو موده وروسته یې په راښکاره کیدو د خپلې روغتیا اعلان وکړ.

فیروز چې د پنجشیر اوسیدونکی او د عبدالله د ټیم غړی و اوس د هغه پر ځای د ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ته نیږدې کس احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت د نوي نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...