یکشنبه, مې 12, 2024
Homeجنرال وزیريراځئ دقت وکړو

راځئ دقت وکړو

لیکوال: جنرال دولت وزیري

د امریکا د متحده ایالتونو ولس مشر ښاغلي دونالد ترمپ وايي:

له ټاکنو مخکي خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسم.

د مخکي ټاکنو پر وخت په 2016 کې هم اوباما ویل، چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسم او یواځې زر تنه پریږدم.
خو بیا هسې ونه شول او ترمپ په 2017 کې په زرګونو نور دلته راولیږئ.

اوس په امریکا کې د ټاکنو له پاره کمپاينونه پيل شوې دي، زما په نظر دا ټول اظهارات او ويناوي کمپاینی دي.
په ځاځيو کې کوچی د خپل کوچني زوی سره په اوښانو پسې روان و، ګوری چې د لمانځه جمعه ولاړه ده. کوچی هم په جمعه ورپسې ودريد. کله چې ملا سجدي ته لاړ، نور نو ملا په سجده ارام پرویوت او نه جنګیدو.
کوچي سر راپورته کړ او زوي ته يې ور غږ کړ چې زویه! ته په اوښانو پسې ور ځه، زه يې نن د ملا سره معلوموم. نور يې نو په ملا غږ وکړ چې ته او خدای که تر سبا پورې به پورته شوي، نن سره نر او ښځه معلوموو.

زه وایم راځئ چې موږ خپلو اوښانو پسې لاړ شو، ترمپ پریږدئ چې پر خپل کمپاین بوخت وي. سهار یو څه ووايي او ماښام بل څه.

راځئ موږ غښتلی حکومت جوړ کړو، خپل منځ کې یووالی ټینګ کړو، په يوه مرکز را ټول شو، د سولې له پاره ریښتینی هلې ځلې وکړو او د ترمپ په خبرو ځان بوخت ونه ساتو.

موږ يې ښه آپن لیدلي یو. وايي، وځو موږ اتڼ ورته واچوو چې هله وځي، بیا وايي نه وځو، موږ بیا بی ډوله د لاسونو په اچولو پیل وکړو!!!
راځئ د خدای له پاره دومره آپن نه شو چې بې ډوله مو وګډوئ.

(( د تلپاتې سولې په هیله ))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب