شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې ترافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

فاریاب کې ترافیکي پېښې ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: فاریاب کې ترافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او ۵ نور یې ژوبل کړي دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، پېښه د دولت اباد ولسوالۍپه په قرم قول سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

نوموړی وايي، په پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵ ژوبل کسان د اندخوی روغتون ته لېږدول شوي چې وضعیت يې ښه نه دی: (( د پېښې قربانیان او ژوبل کسان ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي دي او کیدای شي د مړو شمېر یې زیات شي.))

نوموړی وايي، د پېښې علت د موټرو سرعت او د موټروانانو بې احتیاطي وه.
ترافیکي پېښې په افغانستان کې د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو ترڅنګ زیات ملکي تلفات اړوي.

ګڼې دا پېښې د بې احتیاطۍ، د سړکونو د خرابوالي او ترافیکي قوانینو د نه مراعات له کبله رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی