دوشنبه, مې 13, 2024
Homeجنرال وزیريد درې ورځني اوربند فلسفه

د درې ورځني اوربند فلسفه

لیکوال: جنرال دولت وزیري

د درې ورځنې اوربند وروسته غير رسمي اوربند به همدې ته وايې البته!!!
تیره شپه په پروان ولايت کې د طالبانو له خوا په دولتي پوسته برید کې اوه تنه سرتیري شهید او دوه تنه اسیر شوې دي. دې ته به هم څیني کسان اتڼ او خوشحالي کوي چې هیواد ته راغلي بهرنیان او کافران يې وژلي دي!!!
موږ په دې بوخت یو چې ترمپ خپل پوځيان باسي او ترمپ خپل پوځیان نه باسي. د سولې په هکله د مذاکراتو پر مخ وړل د دولت کار دی، هر څوک باید خپل مسئوليت تر سره کړي او د نورو په کارو ځان بوخت نه کړي.

د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هر اروند دنده لومړی د خپل ځان، خلې پوستې او خپل ګارنیزیون ساتل او بیا د هیواد او خپلو خلکو ساتل دي.

په نظامي دوکتورینو کې د جګړې سخت او مشکل حالت د مذاکراتو وخت ګڼل کیږي. د داسې حالاتو او مذاکراتو پر وخت ډیره پاملرنه هغه خواته وي چې تله يې لږ درنه وي. د مقابلې ډلې اړوندان د زړه له تله او په خلاص لاس جګړه نه کوي. هر څوک د ځان په فکر او د خپلې راتلونکي په فکر کې وي. د دښمن د نفوذ له پاره هم زمینه برابره وي. په داسې حالاتو کې د بل هر وخت په نسبت باید وسله والو ځواکونو ته ډیره پاملرنه وشي، ډیر سره متحد او هماهنګ شي. کشف او استخبارات په ټول توان خپلې دندې ته پاملرنه وکړي او د دښمن د نفوذ او دسیسو مخه په ښه شکل ونیسي.

له پخوانیو تجربو د ګټو نه پورته کول او د ټولو تجربو پر خپل ځان ازمايل د هوښیارانو کار نه دي.

د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ تجربه تر اوسه ژوندئ ده. هلته د مذاکراتو پله د مجاهدينو په ګټه وه، هر څوک د ځان په فکر کې وه. د دسیسو او توطیو له پاره ښه زمینه برابره وه. په یوه اونۍ کې منظمه او په وسلو ښه سمباله اردو کاملا وپاشل شوه او یو ستر ناورين را منځ ته شو.

هیله ده د ناورین مخه ونیسئ، او د دې پر ضد چې ( به ما چی ) په ښه شکل مبارزه وکړئ. په درنښت

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب