شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو کابل ته دویم ځل لپاره پنځه کسیز تخنیکي پلاوی راواستاوه

طالبانو کابل ته دویم ځل لپاره پنځه کسیز تخنیکي پلاوی راواستاوه

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین وايي، کابل ته د دغې ډلې یو پنځه کسیز پلاوی د بندیانو د ازادۍ، تصدیق او تثبیت په خاطر تللی دی.

سهیل شاهین وايي، دغه پنځه کسیز پلاوی به د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې تخنیکي ستونزو باندې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
بلخوا د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل هم تاند ته تایید کړه چې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.

نوموړی وايي، دغه پلاوی به له افغان حکومت سرهد پاتې طالب بندیانو د ازادۍ په اړه تخنیکي چارې مخته یوسي.
دا په تېرو دوه میاشتو کې دویم ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی کابل ته راځي او د بندیانو په اړه له افغان حکومت سره خبرې کوي.

افغان حکومت تر دې دمه د بندیانو په تړاو درې ځله ویډیويي او یوه اوونۍ کابل ته د راغلي پلاوي په توسط مذاکرات کړي دي، خو دا یې بل پلاوی دی چې کابل ته رارسېدلی.

طالبانو یاد پلاوی په داسې حال کې کابل ته رالېږلی چې ولسمشر غني د ښه نیت له مخې د ۲ زره طالبانو د خوشې کولو امر کړی دی.
افغان حکومت تر اوسه ۲ زره طالبان خوشې کړي دي او وايي، که طالبان اوربند وغځوي نو دوی به زر تنه طالبان نور هم خوشې کړي.
بلخوا سرچینې وايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نن د اختر په پنځمه هم نا اعلان شوی اوربند روان دی، په داسې حال کې چې په پروان کې د سیمه ییزې اردو پر پوسته د طالبانو دبرید راپور هم ورکول شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی