شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد کابل والي: ۳۵۰ زره کورنیو ته د برېښنا بیلونه بخښو

د کابل والي: ۳۵۰ زره کورنیو ته د برېښنا بیلونه بخښو

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د کابل ولایت د کورونا پر ضد د مبارزې اضطراري کمېټه وايي، دولت به د شاوخوا ۳۵۰ زره هغو کورنیو د برېښنا او اوبو صرفیه مصارف لنډ کړي چې د قرنطین په موده کې ورباندې راغلي وي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د هغو کورنیو د برېښنا مصارف چې تر ۱۰۰۰ افغانیو ورسېږي، د اضطرار کمېټه مکلفه ده چې مصرف یې د برښنا شرکت او د اوبو رسونې ادارې ته پرې کړي.

د نوموړي په خبره د قرنطین د مودې له کبله به ۳۵۰ زره کورنۍ او د برښنا شرکت ۵۰ سلنه مشترکین د برېښنا له بیل څخه معاف کړای شي: (( دا تصمیم مو له هغې وروسته ونیو چې زیاتو اړمنو خلکو له موږ څخه د اوبو او برښنا د بیلونو د معافولو غوښتنه وکړه.))

نوموړی وايي، د برېښنا له مصارفو څخه د معاف شویو کسانو شېر یو نیم میلیون وګړو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل والي تر دې وړاندې د کرايي کورونو، دوکانونو او مارکیتونو له خاوندانو غوښتي وو چې د قرنطین د مودې کرایې خلکوته معاف کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب