پنجشنبه, جون 27, 2024
Homeخبرونهد روسیې استازی: امنیت شورا به پر طالبانو لګېدلي بندیزونه لېرې نه...

د روسیې استازی: امنیت شورا به پر طالبانو لګېدلي بندیزونه لېرې نه کړي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۸)  د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، ټاکل شوې وه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د نهه ویشتمې د موافقې پر اساس د مې په ۲۹ نېټه امنیت شورا د طالبانو پر ضد د لګولو شویو بندیزونو پر لېرې کېدو رایې واخلي.

ضمیر کابلوف د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د مې په ۲۹ دا مسله په امنیت شورا کې د دې لپاره راپورته نه شوه چې د موافقې ځینې شرطونه چې باید د مې تر ۲۹ پورې عملي شوي وای، نه و تطبیق شوي.

ده زیاته کړه«په دې شرط چې د مارچ تر لسمې پورې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، د مې په ۲۹ به پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لېرې کېږي خو خبرې تراوسه پورې نه دي پیل شوي.»

کابلوف وايي «دا پروسه د دې لپاره هم ځنډول شوې چې د ښکېلو خواوو ترمنځ د بندیانو تبادله لا بشپړه شوې نه ده، د کابل له لوري مرکچي پلاوی لا حاضر نه دی او دا کار په دې خاطر وځنډېده چې د افغانستان د ولسمشر او پخواني اجراییه رييس ترمنځ اختلاف پای ته نه و رسېدلی. خو سره له دې چې د مې په اوولسمه دوی موافقه وکړه، طالبانو وویل چې د حکومت پلاوی نه مني.»

د کابلوف په وینا د طالبانو د بندیزونو پای ته رسېدا د دې لپاره خورا مهم شرط دی چې دا ډله له یوه تروریستي تنظیم څخه په یوه سیاسي تحریک بدله شي.

ده هیله څرګنده کړه چې د ملګروملتو امنیت شورا دا مسله وروسته له دې چې د افغانستان د حکومت او نورو سیاسي قوتونو استازي د ملي پخلاینې په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړی، په خپله اجنډا کې شامله کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې په خپلو خبرو کې د افغانستان حکومت د طالبانو په شان د کابل حکومت بللی او دا په داسې حال کې ده چې مسکو د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني او د ملګروملتو په امنیت شورا کې پر طالبانو د بندیزونو په لګولو کې یې هم مهم رول لوبولی دی.

کابلوف وویل، هیواد یې د افغانستان د ملي پخلاینې لپاره له دې سره سره هلې ځلې کوي چې له کابل سره یې اړیکې ښې نه دي.

«له بده مرغه د روسیې – افغانستان اړیکې ډېرې ښې نه دي، په دې کې ملامتي زموږ نه ده.»

ځینې افغان چارواکي او شنونکي وايي، د کابوف څرګندونې تر ډېره د افغانستان په اړه د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ ښکارندويي نه کوي. د دوی په باور کابلوف د هغو پخوانیو کمونستانو پاتې شونی دی چې په اتایمه لسیزه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل او ماتې عُقدې ورسره پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب