Homeخبرونهناټو افغانستان کې د کورونا د تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانیست

ناټو افغانستان کې د کورونا د تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانیست

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د کورونا د تشخیص لپاره ځانګړی GeneXpert 16 لابراتوار پرانیست.

په دې لابراتوار کې ټول ټال ۳۸ تنه د ټکنیشن برخې پیاوړي کارکوونکي ګمارل شوي او وايي چې د کورونا د چټک تشخیص برخه کې به فعالیتونه ترسره کوي.
تر دې وړاندې به ناټو خپل سمپلونه له افغانستانه بهر استول او په یوه اوونۍ کې به یې نتیجه راتلله.

اوس د ناټو د لوژستیک برخې مسوولان وايي، دغه نوي لابراتوار ته د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص یو کیټ، د بایو فایر ۶ دستګاوې او ۴ جین ایکسپرت او (Thermo Fisher) په نوم ماشینونه راوړل شوي دي.
د ناټوپه وینا د دغه لابراتوار ټول ظرفیتي او مالي امکانات د اتریش، ناروې او امریکا لخوا ورکول کېږي.

ناټو نه دي ویلي چې ایا دا لابراتوار به یوازې د بهرنیو ځواکونو معاینات کوي که د افغان ځواکونو او عامو وګړو معاینات به هم ترسره کوي، خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دا مهال د کورونا نږدې ۱۳ زره پېښې تثبیت شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...