شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد حج و اوقاف وزارت د معین پر موټر چاودنې ۳ کسانو...

د حج و اوقاف وزارت د معین پر موټر چاودنې ۳ کسانو ته مرګژوبله اړولې

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د حج و اوقافو وزارت د مسلکي معین امین الدین مظفري پر موټر بمي برید کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي، خو پخپله معین ته زیان نه دی رسېدلی.

د حج و اوقافو وزارت د نشراتو رئیس فضل محمد حسیني تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، د ښاغلي مظفري پر موټر بمي چاودنه د کاپیسا په کوهستاناتو ولسوالۍ کې کور ته پر لاره شوې ده.

د حسیني په خبره په پېښه کې د مظفري یوخپلوان وژل شوی او درې همکاران یې ژوبل دي خو پخپله معین ته ځکه زیان نه دی رسېدلی چې نوموړی د چاودنې پر وخت له موټر څخه ښکته شوی و.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب