تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ورسره د ټول هېواد په کچه د کورونا ویروس ۵۸۰ پېښې ثبت شوې دي چې د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ورسره ۱۳ زره او۳۶ ته لوړ شوی دی.
د دغه وزارت معین وحید مجروح وايي، په تېرو ۱۲ ورځو کې د قرنطین او ګرځبندیز څخه د سرغړونو له کبله پېښې زیاتې شوې دي او هغه سېلاب چې بخوا به یې خلک ترې ډارول اوس رارسېدلی دی او ګڼ هېوادوال به غرق کړي.
نوموړی وايي، دا مهال افغانستان کې کابل، هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار د کورونا له پلوه تر ټولو خطرناک ولایتونه او زیاتې پېښې په کې ثبت شوې دي.
د مجروح په خبره تېره ورځ ۶۵ هېوادوال له کورونا روغ شوي دي او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ورسره ۱۲۰۹ ته لوړ شوی دی: (( همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ هېوادوال له کورونا مړه شوي چې ټول شمېر ورسره ۲۳۵ ته لوړ شوی دی.))
نوموړي همدا راز یو وار بیا پر هېوادوالو غږ کړی چې له کوره ونه وځي خو په وینا یې که د اړتیا پروخت څوک راوځي نو ماسک دې واچوي او روغتیايي تدابیر دې مراعات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دولتي او شخصي ادارو بیرته کار پيل کړی او قرنطین په ګڼو ښارونو کې نرم کړای شوی دی.