لیکوال: جنرال دولت وزیري
د افغاني دودونو او قوانینو لړۍ:
د تاریخي روایاتو له مخې په افغانستان کې د انسانانو د ژوندانه را پاتې شوې نخې تر پنځوس زرو کلونو اوړي. دغو انسانانو به د غرونو لوړو برخو په سموڅو او غارونو کې ژوند کاوه. دوی به په لوړو ځایونو کې د څار کولو لپاره اوسیدل، تر څو د وحشي څناورو څخه په امان او د ښکار کولو لپاره د لیدلو ښه ساحه ولری.
هغه وخت دوی ډیر لومړنی ژوند درلود، د ښکار شوو ژوو د څیرلو لپاره به يې تیرې ډبرې کارولی. له دې دورې موږ ته ډیرې نخې او نښانې نه دي را پاتې شوي.
وروسته دوی د خاورینو لوښو په جوړولو بریالي شول او د رسمولو وړتیا يې وموندله، دوی به په دیوالونو رسمونه کښل. په ځانګړی توګه له دوی څخه د وزې رسمونه په دیوالونو ډیر لیدل شوي دي. وايې دوی به د وزې عبادت کولو.
وايې: دوی څه نا څه 40 زره کاله مخکي هوارو مځکو ته راکښته شول، د طبیعت رازونه يې کشف کړل، دین او عقیدی وې وموندلي او په څنګ کې يې د خپل ژوند د ښه تیرولو لپاره اصول او مقرارات وضع کړل. مونږ ته د دې ډول انسانانو د ژوند څخه را پاتې شوي اثار د هزار سم، قره کمر، د بدخشان د کوردرې، د غزني د ناور، د بلخ له اق کپروک، د منډیګک او د سیستان له نادعلي څخه تر لاسه شوي دي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دوی څوک وه او په افغانستان کې د اریایانو تر خوریدو وروسته څه شول.
نور بیا