شنبه, اپریل 27, 2024
Homeجنرال وزیريد جګړې زیانونه

د جګړې زیانونه

لیکوال: جنرال دولت وزیري

سون تزو که څه هم د پوځې هنر پوه او ښه ستراتیژیست و او د بریالۍ جګړې له پاره يې په زړه پورې لیکنې کړې دي، خو سره له دې هم د جګړې سره مخالف و او تل به يې ویل:(( غښتلی او قوي هغه څوک دی چې د دښمن ځواکونه بې له جګړې تسلیم او د دښمن ښارونه بی له دی چې ویجاړ شي او خلک يې بې وزلې او ووژل شي تسلیم او ونیسي، څکه جګړه بشري ناورين را منځ ته کوي.))

د لومړۍ نړيوالې جګړې(( 1914 – 1918 )) یواځې بشري تلفات نیږدې لس میلیونه انسانان او د دویمې نړیوالې جګړې(( 1939- 1945 )) بشري تلفات نیږدې اتیا میلیونه انسانان وو. د دویمې نړیوالې جګړې یواځی د پخوانی شوروي اتحاد بشري تلفات 27,5 میلیونه او د المان بشري تلفات نیږدې پنځه میلیونه انسانان ښودل شوي دي.

د امريکا د متحده ایالتونو او ويتنام په جګړه کې نیږدې څلور میلیونه انسانان له منځه تللي دي. یواځې د امریکایانو بشري تلفات 58 زره مړه او درې سوه زره ټپیان ښودل شوي دي. له بله پلوه امریکا ته 150 میليارده ډالره مادي خساره رسیدلې وه او دا چې ویتنام په دې جګړه کې څومره مادي خساره لیدلي ده هغه له حساب څخه وتلې خبره ده.
د جنرال یحیی خان د واکمنۍ پر مهال د بنګلدیش په سر د هند او پاکستان په جګړه کې(( د رڼا په لټه کې )) د پوځي عملیاتو په درشل کې یو میلیون انسانان ووژل شول او څه نا څه په څلور سوه زرو بنګلديش میرمنو د پاکستاني پوځ له خوا جنسي تیري وشو.

د افغان او شوروي په جګړه کې (( 1979 – 1989 )) د شورویانو بشري تلفات نیږدې 14,5 زره تنه مړه او او له پنځه پنځوس زرو په زیات شمیر ټپي وه. له دې سره شوريانو ته ډیر مادي تلفات هم واوختل، یواځې په دې جګړه کې د دوی 118 الوتکې او 333 چورلکې له منځه لاړي. په دې جګړه کې د افغانانو نیږدې دوه میلیونه تنه شهيد او له میلیون په زیات شمیر ټپیان شول. له پنځه میلیونو څخه په زیات شمیر اواره او په بهرنیو ملکونو کې کډوال او هیواد مو ويجاړ شو.

جګړه ستر بشري ناورين دی، د جګړې په هنر پوه جنرال هم باید د جګړې پلوی نه وي او هیڅکله جګړه تحسین نه کړي.
په ګران هیواد کې د جګړې زیانونه ټولو هیوادوالو د سر په سترګو ولیدل، هیله ده چې دواړه خواوي نور له جګړې لاس واخلي او دغه بشري ناورين ته د پای ټکی کیږدي. تر څو چې موږ په خپله پر خپل ځان او خپل هیواد زړه ونه سوځوو، له نورو (( اوس به بابا خوښي ډوډۍ راوړي )) تمه بی ځایه او د هوښيارانو په کار کې نه شمیرل کیږي. په درنښت

1 COMMENT

  1. جګړه ستر بشري ناورين دی، د جګړې په هنر پوه جنرال هم باید د جګړې پلوی نه وي او هیڅکله جګړه تحسین نه کړي.
    په ګران هیواد کې د جګړې زیانونه ټولو هیوادوالو د سر په سترګو ولیدل، هیله ده چې دواړه خواوي نور له جګړې لاس واخلي او دغه بشري ناورين ته د پای ټکی کیږدي. تر څو چې موږ په خپله پر خپل ځان او خپل هیواد زړه ونه سوځوو، له نورو (( اوس به بابا خوښي ډوډۍ راوړي )) تمه بی ځایه او د هوښيارانو په کار کې نه شمیرل کیږي.

    جنرال صاحب الله ج دې أجرونه او عزتونه درکړی، د پوهه افغان او پوهه جنرال لیکنه دي کړیده. متل دی چه وای پردې کټ د نیمو شپو دی. په رښتیا چه تمه، تمه اخر سړی شی بی تنه.
    الله ج دي ځمونږ وطن کی آمن راولی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب