مېلمه پالنه زمونږ د ټولنې له غوره ارزښتونو څخه ده. خلک کوښښ کوي چې تل خپل مېلمانه په ښه راغلاست، درناوي، ښو اخلاقو او خوندورو خوړو ونازوي.
خو کله ناکله د مېلمه پالنې په نوم داسې کړنې ترسره کېږي چې د مېلمه د راحت پر ځای د دسترخوان د ډکولو سیالي ښکاري.
په ځینو حجرو او کورنیو کې د خوړو ترتیب ډېر ګډوډ وي. لا مېلمه له ډوډۍ خوړلو نه وي فارغ شوی چې فیرني، مېوې او ورپسې د چای پیالې مخې ته کېښودل شي. دا بیړه نه یوازې د خوړو خوند کموي، بلکې مېلمه ته د ډکېدو او ژر وتلو احساس هم ورکوي.
په دې توګه، له مېلمه څخه د ارام ناستي او منظم خوراک فرصت اخیستل کېږي.
ښه مېلمه پالنه دا ده چې هر څه په خپل مناسب وخت کې وشي. لومړی دې مېلمه په ارام زړه ډوډۍ وخوري، بیا دې لږه وقفه ورکړل شي، څو خوراک هضم شي او د ارامتیا احساس وکړي. وروسته دې فیرني، مېوه په وار، وار ورته کېښودل شي، او په پای کې دې وخت ته په کتو ځیږ شین چای ورته راوړل شي.
په دې طریقه له مېلمه سره د جمې او بانډار وخت هم په ورین تندي تېريږي ،او مېلمه د ډېر خوراک له امله پر یوه بل کوناټي هم نه اوړي، او نه د پښتنو دې متل ته خبره رسېږي چې وایي: «ما خو نازولې ته وغځېدلې.»
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ٢٠٢٦د جولای ٩ مه