Homeخبرونهاشرف غني: کابل د نړۍ په لومړۍ بې‌اوبو پلازمېنې د بدلېدو له...

اشرف غني: کابل د نړۍ په لومړۍ بې‌اوبو پلازمېنې د بدلېدو له خطر سره مخامخ دی

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر محمداشرف غني خبرداری ورکړی چې کابل په نړۍ کې په لومړنۍ بې اوبو پلازمېنې د بدلېدو له جدي خطر سره مخامخ دی.

اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۸مه) په یوه پوډکاسټ کې د هلمند د اوبو د موضوع په خبرو کې ددري ژبې هغه متل یاد کړ چې وايي: «آآب در کوزه و ما تشنه‌لبان می‌گردیم.» «اوبه په کوزه کې او موږ تږي ګرځو» او ویې ویل، د ده د حکومت په مهال د کابل د اوبو د تأمین پروژې چمتو شوې وې، خو زیاته یې کړه: «کله چې یو بل ونه منو، عادلانه سوله ونه منو او ملي ګټې تر پښو لاندې کړو، پایله یې همدا وي.»

په دې وروستیو کې د نړیوال بحران ډلې (International Crisis Group) هم خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، د کابل تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې کاملاً ختمې شي.

د اوبو د دې بحران نښې لا دمخه څرګندې شوې دي او د ښار په ګڼو سیمو کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ راټیټه شوې ده.

1 COMMENT

  1. د غتی د بی خبره تېښتې او د جمهوریت د سقوط په سبا څلور ډاتسن ډوله ګرندی موټر چی پوز تړلی وسله وال پکې و د چهارارهی علاوالدین څخه مخ په دارالامان ګړندی تیر شول، دکاندارانو او دسړک غاړی خلکو ویل ګلبدین نیسی او بندی کوی یی. کم و زه یوټکسی کی د دارالامان په لور روان شوم د ګلبدین کور د انکشاف دهات ته لنډ دی بل لوری ته چپ لاس د اب وبرق وزارت و چی کتل می داتسنونه د اب وبرق په وزارت ورننوتل. دوه ورځې وروسته می هلته یو ملګری مامور دی هغه راته وویل چی د اوبو د اداری ټول کمپیوترونه او اسناد پاکستانیانو څلورو ډاتسنو کی بار کړل ویی وړل. دا د پاکستانیانو لوی ارمان او لاسته راوړنه وه شاید د هلمند د سیند برنامی په ایرانیانو پلورلی وی خو د کابل او کونړ به یی ځانته اخیتسی وی نو سقوط کی ډیر مقصدونه و لعنت دی د جمهوریت په مفسدینو غلو او بی ناموسانو شی زموږ د اوبو او آبرو ټول رازونه او اسناد پنجاب ته ورسیدل . دا ډول اسناد د وزارت دفاع د جنرا پشقل او د امرالله او امنیت له اداری هم مهم و. لعنت په لنډغرو چی شل کاله یی میلی او چور وکړ جنرالی ګانی یی وغربولی او غله بی ناموسه وکیلان په ټولو دی لعنت شی غنی څخه چی لاره ورکه وه خو څلور پنځه کاله مخکی به یی بل چاته واک پریښی و تللی به و

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د پښتو او دري ژبو د لیکدود د معیاري کولو پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کابل کې د افغانستان د پښتو او دري ژبو د لیکدود د...