Homeخبرونهد نیویارک ښاروال: د مصر او ارجنټاین لوبه له مصر څخه «غلا»...

د نیویارک ښاروال: د مصر او ارجنټاین لوبه له مصر څخه «غلا» شوه

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د نیویارک ښاروال زهران ممداني د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د مصر او ارجنټاین د لوبې د حکمیت پر جنجال غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا لوبه «له مصر څخه غلا شوې» ده.

ممداني دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې مصر د نړیوال جام د یو‌څلورم پایلوبې په پړاو کې له ارجنټاین پرڅخه دوه ګولونه وړاندې و خو په پای کې یې ۳-۲ ماتې وخوړه. د دې سیالۍ له پای ته رسېدو وروسته د مصر د فوټبال فدراسیون او ګڼو مصري مینه‌والو د ریفري یا حکم پر پرېکړو سختې نیوکې وکړې او فیفا ته یې رسمي شکایت وړاندې کړ.

د نیویارک ښاروال دچې د ښار د ترانسپورټ د یوه نوي اپلېکېشن د معرفۍ پر مهال په یوه عامه غونډه کې ږغېده. وویل، دا اپلېکېشن کولی شي په شپږو میاشتو کې د ښاریانو یوه بشپړه ورځ او د کال تر پایه دوه ورځې بېرته هغوی ته وسپموي.

ممداني په ټوکه زیاته کړه، خلک کولی شي دا اضافي وخت له خپلې کورنۍ سره د سهارنۍ خوړلو، د کافي خوب کولو او له ملګرو سره د دې په اړه د موافقې لپاره وکاروي چې «د مصر د پرونۍ لوبې بریا ترې غلا شوې وه.»

وروسته یوه خبریال د ده د دې څرګندونو په اړه پوښتنه وکړه. ممداني په ځواب کې وویل: «هغه فول مو حساب کړی چې د مصر لومړی ګول یې رد کړ؟»

تر دې وړاندې هم د مصر د ملي لوبډلې روزونکي حسام حسن او لوبغاړي مصطفی زیکو ویلي وو چې د ریفري پرېکړو د لویې پر پایله مستقیم اغېز کړی دی.

وروسته د مصر د فوټبال فدراسیون له فیفا وغوښتل چې د یادې لوبې د حکمیت په اړه څېړنه وکړي او هغه ریفریان د نړیوال جام له پاتې سیالیو لرې کړي.

سره له دې چې په مصر کې د لوبې د بیا ترسره کېدو غوښتنې زیاتې شوې دي، خو د فیفا د مقرراتو او پخوانیو تجربو له مخې د دې سیالۍ د بیا ترسره کېدو احتمال ډېر کم بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...