Homeخبرونهشاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم...

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د سینما په نړۍ کې د نوي ریکارډ جوړولو ته چمتووالی نیسي. د ۴۵۰۰ میلیون هندي روپیو په ستره بودیجه دا فلم نه یوازې د شاه رخ خان د هنري ژوند تر ټولو ستره پروژه بلل کېږي، بلکې د بالیووډ له تر ټولو ګران‌بیه فلمونو څخه هم شمېرل کېږي.

د راپور له مخې، دا ۴۵۰ کروړه یا ۴۵۰۰ میلیونه روپۍ یوازې د فلم د تولید لپاره ځانګړې شوې دي او پکې د اعلانونو، بازارموندنې، د چاپ لګښتونه او د شاه رخ خان شخصي معاوضه نه ده شامله. دا بودیجه د هغه د پخوانیو بریالیو فلمونو «جوان» (۴۰۰ کروړه) او «پټهان» (۳۵۰ کروړه) څخه هم لوړه ده.

د فلم شوټینګ د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې پیل شوی او تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تر ۱۵۰ ورځو ډېرې په فلم اخیستو تېرې شوي دي. د تولیدي سرچینو په وینا، د شوټینګ چارې به د ۲۰۲۶ کال تر اګست میاشتې دوام وکړي.

ویل کېږي چې شاه رخ خان غواړي خپلو مینه‌والو ته بې‌سارې سینمایي تجربه وړاندې کړي، له همدې امله د فلم اکشن صحنو او بصري ځانګړو اغېزو (VFX) ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. د یادونې وړ ده چې د VFX چارې د شاه رخ خان خپل تولیدي شرکت پر غاړه لري.

سرچینې وایي، «کینګ» په پیل کې د یوه عادي اکشن ـ تریلر فلم په توګه پلان شوې و، خو د شاه رخ خان او د فلم د لارښود د لیدلوري له امله په یوه ستره او نړیوال معیار لرونکې اکشن پروژه بدله شوې ده. تمه ده چې فلم به د نړیوالو متخصصانو تر څارنې لاندې جوړې شوې پرمختللې اکشن صحنې ولري.

شاه رخ خان، چې مینه وال یې د فلم لیدو ته د انتظار شېبې شمېري، له درې کلن ځنډ وروسته بیا لویې پردې (سینما) ته راګرځي او تمه کېږي چې «کینګ» به د بالیووډ له تر ټولو سترو او یادګاري فلمونو څخه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...