Homeسپورتافغانستان سبا د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه دی

افغانستان سبا د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه دی

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۸مه) افغانستان سبا جمعه د روانې جولای میاشتې په لسمه د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه دی.

دواړه لوبډلې به په خوست کرکټ لوبغالي کې یوه دوستانه شل اوره لوبه وکړي.

دغه لوبه داسې مهال کېږي چې، تازه نن افغان کرکټ بورډ پخواني چټک توپ اچوونکی شاپور ځدران خاورو ته وسپاره.

د کرکټ ټول ملي لوبغاړي له تېرو درېیو ورځو راهیسې له روحي او رواني پلوه په شاپور ځدران پسې خپه دي.

له ازبکستان سره لوبه له شپږیز وړاندې پلان شوې وه.

دغه لوبه سبا سهار اته بجې پيلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما وتلی لوبغاړی نانا پاټېکر د ۷۵ کلونو په عمر ومړ

تاند/ پنجشنبه د تلې ـ میزان ۱۶مه/ د هندي سینما وتلی او تجربه‌کار لوبغاړی نانا پاټېکر د پنجشنبې په سهار، د ۷۵ کلونو په...