Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپروان کې د سمنټو د دویمې لویې فابریکې د جوړولو چارې نن...

پروان کې د سمنټو د دویمې لویې فابریکې د جوړولو چارې نن پیلېږي

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۸مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ملي پراختیا شرکت مسؤلان وایي، په افغانستان کې به د نړیوالو معیارونو سره سم د سمنټو د دویمې سترې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارې نن پيلېږي.

د ددې فابریکې پر جوړېدو کابو ۹۰ میلیونه ډالر لګښت راځي.

د دغه شرکت د مسؤلانو په وینا، د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ په سیمه کې د سمنټو د دویمې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې نن (پنجشنبه، د سرطان ۱۸مه) د طالب چارواکو په حضور کې پيلېږي.

د ملي پراختیا شرکت د مسؤلانو په خبره، دغه فابریکه به په شپه او ورځ کې د پنځه زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري او په فعالیت سره به یې د افغانستان د سمنټو پر وارداتو تکیه کمه شي.

اقتصادي کارپوهان وایي، که دا پروژه د ټاکلي مهال‌وېش او اړینو معیارونو له مخې بشپړه شي، د کورني تولید په زیاتوالي، د وارداتو په کمېدو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارګ له دېوالونو سره یوه ناسته! | امیرشاه یاد

2017 کال و ولسمشرۍ ماڼۍ د کابل پوهنتون د بېلابېلو ژبو او ادبیاتو محصلان او استاد د ارګ ماڼۍ ته غوښتي وو، تر څو...