Homeخبرونهد  شاپور ځدراڼ جنازه د کابل په مرنجان تپه کې خاورو ته...

د  شاپور ځدراڼ جنازه د کابل په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شوه

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۸مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري او پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ جنازه نن «پنجشنبه، چنګاښ ۱۸مه» لس نیمې بجې د کابل په عیدګاه مسجد کې اداء شوه.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د کرکټ د ملي لوبغاړو او مسوولانو ترڅنګ زرګونه هیوادوالو ګډون کړی وو.

شاپور ځدران تر جنازې وروسته د کابل په مرنجان تپه کې چې، تاریځي ځای بلل کېږي خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي جناز پرون مازدیګر څلور بجې له هنده کابل ته راوړل شوه چې،د کرکټ د ملي لوبډلې ګڼ شمېر اوسني او پخواني لوبغاړي په کابل هوايي ډګر کې د شاپور ځدراڼ جنازې ته په تمه وو.

باید وویل شي چې شاپور ځدراڼ له تېرو څو میاشتو راهیسې د هند په یوه روغتون کې بستر و او تېره شپه یې د ورپېښې ناروغې له امله ساه ورکړه.

د شاپور په مړینې د کرکټ د نړېوالې شورا مشر جې شاه په ګډون بېلابېلو نړیوالو لوبغاړو خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

ټولو شاپور ځدران د افغانستان د کرکټ لپاره یوه لویه ضایع بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...