تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۸مه) روسیې په مسکو کې د طالبانو د حکومت سفیر ګل حسن حسن ته د استراخان په «شمال ـ سویل» نړیوال ټرانسپورټي دهلېز فورم کې د ګډون بلنه ورکړې.
روسیې په دغه بلنه کې د افغانستان پر فعال ګډون ټینګار کړی دی.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.
په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ټرانسپورټ او لوژسټیک په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو په سیمهییزو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د افغانستان پر فعال ګډون او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
که دا ډول غونډې د عملي همکاریو، پانګونې او سوداګریزو فرصتونو د پراختیا لامل شي، د افغانستان د اقتصاد او سیمهییز اتصال لپاره به ګټورې وي. خو د دې همکاریو اصلي ارزښت هغه وخت څرګندېږي چې عملي پایلې ولري او د خلکو پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وکړي.