Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۶۳۸ افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شول

د پاکستان له زندانونو ۶۳۸ افغانان خوشې او هېواد ته راستانه شول

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۸مه) پاکستان کې هغه ۶۳۸ افغان بندیان، چې د استوګنې د اسنادو د ستونزو له کبله یې د پاکستان په زندانونو کې زاندانیان وو آزاد او شول.

مسوولان وایي، چې دغه بندیان په روانه اوونۍ کې هېواد ته راستانه شوي دي.

په راستنو شویو کسانو کې کورنۍ، مجرد کسان او د طب یو شمېر زده‌کړیالان شامل دي.

د مالوماتو له مخې یادې شمېرې ۵۱۸ کسان د ننګرهار ولایت د تورخم له فرضي کرښې او ۱۲۰ نور د کندهار ولایت د سپین بولډک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې، راستانه شوي کسان د همکارو بنسټونو له مرستو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یوځل بیا د افغان کډوالو د نیولو او د دوی د شړلو لړۍ چټکه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...