Homeخبرونهامریکا د ایران ملکي تاسیسات ویشتي، ایران وايي، د حملو ځواب یې...

امریکا د ایران ملکي تاسیسات ویشتي، ایران وايي، د حملو ځواب یې ورکړی

سپاه د امریکا پر اډو د پراخو توغندیزو بریدونو ادعا وکړه؛ په بحرین، کویټ او قطر کې د خطر زنګونه وهل شوي

تاند ـ (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۸ مه) د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د امریکا له تازه بریدونو وروسته یې د سیمې په عربي هیوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ توغندويي بریدونه پیل کړي دي. په ورته وخت کې د بحرین، کویت او قطر چارواکو د هوايي دفاع د فعالېدو او د خطر زنګونو د غږېدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په سهار لسګونه بالستیک توغندي د سپاه له بېلابېلو اډو، په ځانګړې توګه د بوشهر او خوزستان له ولایتونو، د امریکا د پوځي اډو پر لور توغول شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې څو توغندي د بوشهر ولایت د «جم» ښار او د خوزستان د «امیدیه» او «اهواز» له سیمو توغول شوي دي.

ایراني خبري اژانسونو هم داسې تصویرونه خپاره کړي چې ادعا کوي ایران د امریکا پر اډو په بحرین، کویټ او اردن توغندويي بریدونه کړي دي.

د بحرین دولتي ټلویزیون ویلي، د دغه هېواد هوايي دفاع د ایراني توغندیو د شنډولو په عملیاتو بوخته ده. د فرانسې خبري اژانس هم د بحرین په پلازمېنه منامه کې د څو چاودنو د غږونو د اورېدو راپور ورکړی دی.

د کویت پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع له «دښمنو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو» سره مقابله کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، په کویت، بحرین او قطر کې د خطر زنګونه وهل شوي او ځینې غیررسمي راپورونه وایي چې ایران په دغو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي.

خو د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، تر اوسه په بحرین، کویت او قطر کې د دغو بریدونو له امله د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.

له بلې خوا، د امریکا «اکسیوس» وېبپاڼې د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د امریکا هوايي ځواک د پنجشنبې د سهار په بریدونو کې د ایران په شمال کې د رېلګاډي دوه پُلونه په کروز توغندیو وبشتي دي.

د راپور له مخې، دا د اپرېل د اتمې نېټې له اوربند وروسته لومړی ځل دی چې امریکا د ایران پر ملکي زېربناوو برید کوي. ویل شوي چې د امریکا په دغو بریدونو کې ساحلي پوځي رادارونه، د بېړیو ضد توغندیو اډې او د هوايي دفاع سیستمونه هم په نښه شوي دي.

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې د امریکا برید د ګلستان ولایت د ګرګان–اینچه‌برون د رېلګاډي پر پُل شوی او د مهر خبري اژانس په وینا، څو توغندي پرې لګېدلي چې د پُل یوه برخه یې ویجاړه کړې ده.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ترکیې څخه د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته ویلي: «موږ ایران ته ډېر سخت ګوزار ورکړی دی. که هغوی پر موږ برید وکړي، موږ به شل برابره سخت ځواب ورکړو.»

هغه زیاته کړې چې ایراني چارواکو له امریکا سره د احتمالي هوکړې لپاره اړیکه نیولې، خو دی لا هم ډاډه نه دی چې ایران به هر ډول هوکړې ته ژمن پاتې شي.

له بلې خوا، د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف په ایکسپاڼه کې لیکلي: «امریکا لا هم نه دي زده کړي چې زورواکي او د ژمنو ماتول بې‌ بیې نه دي.» هغه امریکا ته په خطاب کې ویلي: «که برید کوئ، ځواب به هم ترلاسه کوئ.» قالیباف ټینګار کړی چې په هرمز تنګي کې تګ‌راتګ یوازې د «ایراني ترتیباتو» له مخې ممکن دی، نه د امریکا د ګواښونو له لارې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې حکومت د البرکامو په لاس کښل‌شوي اثار په ۹ میلیون یورو رانیول

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۷ مه) د فرانسې ملي کتابتون د نوبل جایزې ګټونکي فرانسوي لیکوال البر کامو Albert Camus سلګونه تاریخي اسناد،...