تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د صنعت او کانونو د پنځم نړیوال نندارتون په ترڅ کې د افغانستان د خصوصي سکتور او د ایران په ګډون د بهرنیو شرکتونو ترمنځ د یو میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۵۰ هوکړې لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، نن (سرطان ۱۶) د دې نندارتون د پای په مراسمو کې وویل چې د حکومت د صنعتي سکتور د ملاتړ لپاره یې د صنعتي ماشینآلاتو پر وارداتو ګمرکي تعرفې راکمې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې حکومت پلان لري د عوایدو مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راکمه کړي او نوې جوړېدونکې صنعتي فابریکې د پنځو کلونو لپاره له مالیې معاف کړي.
عزیزي له صنعتکارانو وغوښتل چې په غیرمجازو سیمو کې د فابریکو له جوړولو ډډه وکړي، له «ناسالمې سیالۍ» ځان وساتي او د خپلو تولیداتو ته مناسبه او متوازنه بیه وټاکي.
د صنعت او کانونو د پنځم نړیوال نندارتون په ترڅ کې د افغانستان د خصوصي سکتور او بهرنیو پانګوونکو ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو باور کېږي چې اکثره قراردادونه او هوکړې به د افغانستان د کانونو په برخه کې شوي وي.