یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+نن د «خاموش فیلسوف» اسد اسمايي تلین دی

نن د «خاموش فیلسوف» اسد اسمايي تلین دی

د جولای ۸

له نن څخه ۱۵ کاله پخوا د دوه زره نهم م کال د جولای په اتمه (۱۳۸۸ د سرطان ۱۷) افغان فیلسوف استاد اسد اسمايي د فرانسې په پاریس ښار کې وفات شو.

استاد اسد اسمايي چې په هېواد کې د «لېوني اسد» او «خاموش فیلسوف» په نومونو مشهور و. د زوکړې کره نېټه يې نه ده معلومه، خو ویل کېږي چې له ننه نژدې شپېته کاله وړاندې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې زېږېدلی دی.

استاد اسد اسمايي په ۱۳۵۶ش کال په پوهنتون کې داخل شوی او څو کاله په کابل پوهنتون کې د فلسفې استاد پاتې شوی دی.

استاد اسمايي د فرانسوي لیکوالو په وړاندیز د فرانسې دولت د هغه هېواد د مشهور نړیوال لیکوال ویکتور هوګو، کور استاد اسمايي ته خوشي کړ.

استاد اسمايي ځينې فرانسوي اثار پښتو اودري ته ژباړلي او د نوموړي هم ځینې اثار فرانسوي ته ژباړل شوي دي.

د استاد اسمايي په کتابو کې «دوزخیان» مشهور منظوم اثر دی. چې په پښتو لیکل شوی دی.د استاد په اړه د هغه سمینار ټولګه هم خپره شوې ده چې د ده په یاد قلم ټولنې په ۱۳۸۸ش کال جوړ کړی و. دغه ټولګه چې د یاد سیمنار مقالې پکې راغلې دي، اوښتون کلتوري ټولنې په پکتیا کې خپره کړې ده.

استاد اسد اسمايي څو کاله وړاندې ويلي وو: «موږ تر خارجیانو د خپل ژوند ، ادب ، فرهنګ او اخلاقیاتو په اړه ښه پوهیږو خو له بده مرغه چې تر څو موږ ته زموږ د افکارو په اړه خارجیان څه وانه وایې پر خپل ځان مو باورنه راځي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب