Homeخبرونهد شپږیزه کرکټ لیګ لوبې ۲ ورځو لپاره وځنډول شوې

د شپږیزه کرکټ لیګ لوبې ۲ ورځو لپاره وځنډول شوې

تاند ( سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۱۶مه) د افغانستان کرکټ بورډ د خدای بښلي شاپور ځدراڼ اروا ته د درناوي او د نوموړي له کورنۍ سره د همدردۍ او خواخوږۍ په موخه د یوولسم پړاو شپږیزه لیګ سیالۍ دوه ورځې وځنډولې.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د سبا او بلې ورځې (چهارشنبې او پنجشنبې) لوبې ځنډوي چې له همدې امله به د سیالیو نوی مهالوېش هم په وخت اعلان شي.

کرکټ بورډ شاپور ځدراڼ ته د لوی رب څخه د جنت الفردوس غوښتنه وکړه او کورنۍ، خپلوانو او د کرکټ ټولنې ته د زړه د صبر دعا غوښتې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپوز جنازه به سبا مازدیګر هېواد ته راوړل شي او په بله ورځ به خاورو ته وسپارل شي.

کرکټ بورډ وایي، د دقیق ځای او وخت اړوند معلومات به یې وروسته خپاره کړي.

شاپور ځدران تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...